په تارياکو روږدي د کابل یو رستورانت چلوي

د خپريدو وخت: 10:11 گرینویچ - چارشنبه 17 اکتوبر 2012 - 26 تله 1391

میرمن حیدري وايي تر اوسه پورې درې سوه کسان په دې ریستورانت کې رغيدلي او نوى ژوند يې پېل کړى دی

له ٢٠٠١ م کال راهيسې، د نړۍ څه د پاسه ٩٠ سلنه ناقانونه کوکنار په افغانستان کې توليديږي، د يو ان او دي سي يا په ملگرو ملتونو کې له نشه يې توکو او جرمونو سره د مبارزې د څانکې په وينا اوس د مځکي د هغې کچې په پرتله چې په لاتينې امريکا کې د کوکا کرکيلې لپاره کاريږي په افغانستان کې ډېره مځکه د کوکنارو په کروندو بدله شوې.

په افغانستان کې د توليديدونکو کوکنارو صادراتي ارزښت هر کال ٤ ميليارد ډالرو ته رسيږي چې ډېره کمه سلنه يې افغان بزگر ترلاسه کوي.

د افغانستان په پلازمينه کابل کې يوې شاعرې له نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې په توگه يو خوړنځاى جوړ کړى چې گټه يې په پلازمينه کې په نشې د روږدو کسانو درملنې لپاره کاروي.

ليلا حيدري يوه افغانه شاعره ده چې قلم اوکاغذ يې ېوې خواته ايښي او کابل کې داړمنو کسانو د مړولو په کار وبار يې لاس پورې کړى دی.

دې د "تاج بېگم" په نوم يو عصري رستورانټ جوړ کړى چې پر نشو روږدو کسانو د بېرته رغيدو کار هم پر مخ وړي.

د رستورانټ کارکوونکي يې پر تارياکو اخته کسان دي او دا هيله لري چې دوى به نشې پريږدي.

میرمن حیدري وايي "زما کورنۍ، یعنې ميړه مې پر دې خبرې شرمېده چې زه دغه ډول يو رستورانټ چلووم، نو د طلاق غوښتنه يې وکړه. هغه وويل، له داسې يوه څوک سره ژوند نه شي کولى چې خپل وخت له روږدو سره تېروي او رستورانټ چلوي. دا مې اوس کورنۍ ده ."

تر اوسه پورې درې سوه کسان دغلته رغيدلي او نوى ژوند يې پېل کړى.

د تاج بېګم رستورانټ ډېری کارکوونکي پر تارياکو اخته کسان دي او هيله دا ده چې دوى به نشې پريږدي

معصومي د "تاج بېگم "په مرکز کې د څلويښتو پاتې ميرمنو او سړيو نه يو دى چې وايي دغلته يې نوى ژوند وموند.

ښاغلی معصومي زیاتوي "ما داسې ورځې هم لرلې چې غوښتل مې له ټاکلي اندازې ډير نشه يي داروگان وکاروم او مړ شم. خو داسې ونه شول. د مرستې د ترلاسه کولو لپاره دغلته راغلم او خوشاله يم چې دلته يم. ځکه نشه يي داروگان به مې په تدريجي ډول له منځه يوسي."

ليلا په نشو د روږدو کسانو لپاره د کار او روزگار شرايط هم برابر کړي دي. يو افغان موسيقي غږونکى چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي په پاى کې يې سوله وموندله.

دی وايي "زه خبرشوم چې دا د روږدو کسانو پناه ځاى دى او په ريښتونې توگه چې همداسې هم و، يو ارام او سوله ييز ځاى. زه نور څه نه غواړم. دلته مې بوخت ساتي او اجازه را کوي چې موسيقي وغږوم. دغه کار له خلکو سره مرسته کوي چې خپل غمونه هير کړي او د نشه يي داروگانو له کارونې لاس واخلي."

افغانستان په نړۍ کې د تارياکو يو لوى توليدونکى هېواد گڼل کېږي. دافغانستان د کورنيوچارو وزارت په وينا اوس شاوخوا يو ميليون افغانان په نشو روږدي دي.

د روږدو کسانو دې شمېرې ته په کتو سره د ليلا د دغې پروژې په څير نورو ډيرو پروژو ته اړتيا ده چې د دغې ستونزې له هوارولو سره مرسته وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .