تر یوه کاله د کاني زېرمو عواید یونیم میلیارد ډالر کېږي

د خپريدو وخت: 11:12 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

د کانو وزرات اټکل کوي، چې د ۲۰۱۶ کال ترپایه د کانو په برخه کې له یولک او پنځوس زرو ډیرو کسانو ته کاري زمینې برابر کړي .

د افغانستان د کانو وزارت وايي، تر راتلونکو پنځو کلونو به د افغانستان عاید د کاني زیرمو له پلوه یو نیم میلیارد ډالرو ته لوړ شي.

افغانستان د نړۍ په کچه هغه هیواد دی چې له سرو زرو نیولې بیا تر زمردو او لاجوردو پورې داسې نورې پریمانه طبیعي زیرمې لري چې لاتر اوسه نه دي څپړل شوي.

د کانو وزارت دارنګه اټکل کوي، چې له ۲۰۱۴ کال پورې به د افغانستان نیمايي اقتصاد له همدغو کاني زیرمو برابر کړي او لس ګونو زرو کسانو ته به د روزګار زمینې هم برابرې شي.

افغان حکومت وايي، د کمزوري اقتصادي وړتیا له کبله نه شي کولای خپلې طبعیي سرچینې خپله را وڅپړي خو وايي، هڅه یې دا ده، چې د کانو د کیندلو لپاره بهرني پانه ګوال راجذب کړي او په همدې موخه یې له یو شمیر بهرنیو کمپنیو سره قرار دادونه هم لاسلیک کړي دي.

بي بي سي په افغانستان کې دکانو پر ارزښتون، څپړنې او له اقتصادي پلوه د کانو پر ګټو د رپوټونو یوه لړۍ پیل کړي او په لومړي راپور کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د افغانستان د کانو په اړه عمومي مالومات راغونډ کړي دي.

د افغانستان کاني زېرمو هغه مهال په کور د ننه او په نړېواله کچه د خلکو پام ځان ته واړاوه، چې د امریکا د جیولوجیستانو یوې ډلې د افغانستان د کاني زېرمو اټکلي ارزښت په ډاګه کړ.

د وروستیو تر سره شویو څیړنو او سرویو پر بنسټ وویل کیږي، چې د افغانستان په ۳۰ سلنه خاوره کې د درې تریلیون ډالرو په ارزښت کانونه پراته ، چې وسپنه، تیل، مس، ليټيم، یورانیم، سره زر او د ډبرو سکاره یې مهمه برخه جوړي.

"د کانو وزرات اټکل کوي، چې د ۲۰۱۶ کال ترپایه د کانو په برخه کې له یولک او پنځوس زرو ډیرو کسانو ته کاري زمینې برابر کړي . "

د افغانستان د کانو وزیر نعمت الله شهراني وايي، داسې لارې چارې یې لټولي چې د ده په وینا د ۲۰۱۶ کال تر پایه به د کانو د راڅپړلو له پلوه د افغانستان د عایدو اټکلي کچه یو نیم میلیارده ډالرو ته ورسیږي.

خو د افغانستان د طبعي زیرمو راڅپړل، لکه همغسې، چې دکانو وزارت د پلان او پالیسۍ مشر جلیل جمراني یې وايي، پراخې پانګونې او وړتیاو ته اړتیا لري.

د افغانستان د کانونو په اړه د امریکا د پوهانو په سروې کې ویل شوي، چې د غزنې په زرکشان کان کې د ۳۰ ملیارده ډالرو په ارزښت د طلا او مسو زیرمې، په هرات، غزني، نیمروز او فراه ولایتونو کې د ۶۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د لیتیمو زیرمې، د هلمند ولایت په خانشین کې د ۸۹ ملیارده ډالرو په ارزښت د قیمتي ډبرو زیرمې او همدارنګه په سرپل او لوګر کې د مسو ستر کانونه او په جوزجان کې بیا د تیلو پراخې زیرمې پرتې دي.

افغان حکومت اوس داسې هڅې پيل کړي، چې تر ځمکې لاندې د طبیعي زیرمو د راڅپړلو په موخه له نړیوالو شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک کړي، چې د مسو عینک کان قرارداد یې د ایم سي سي په نوم له یوې چینایی کمپنۍ سره لاسلیک کړی دی.

د حکومت دې چارې په پام سره د کانونو د برخې یو شمیر کارپوهان وايي، د افغانستان د کانونو په سپړولو سره به نه یوازې د افغانستان اقتصاد پیاوړی شي، بلکې د دوې په وینا په دغه هیواد کې به د ناامنۍ او وزګارتیا مخه هم تر ډیرې کچې ډب شي.

د نړۍ په هیوادونو کې، د اقتصادي ښیرازۍ لپاره د طبعي سرچینو را څپړل او په دې برخه کې پانګونه بنسټیز کارونه بلل کیږي، خو افغانستان یا هم د جګړو او یا هم د وړتیا د نشتوالي له امله له دې اړخه محروم پاتې شوی دی.

د کانو وزارت چارواکي وايي، د وړتیاوو د لوړوالو په موخه یې د طبیعي زیرمو په قرار دادونو کې دا په پام کې نیولي، چې د کانونو کارکونکي به تر ډیره کچه افغانان وي.

خو اوس د کانو وزارت چارواکي وايي، د وړتیاوو د لوړوالو په موخه یې د طبیعي زیرمو په قرار دادونو کې دا په پام کې نیولي، چې د کانونو کارکونکي به تر ډیره کچه افغانان وي.

ښاغلی جمراني په دې باور دی ، چې په دې چارې سره به خپله افغانان د دې وړتیا پيدا کړي، چې په راتلونکې کې د کانونو په څيړلو کې پر ځان بسیا شي.

د کانونو وزارت چارواکي وايي، د هغو پلانونو پرمټ چې دوی د طیبعي زیرو د راڅيړلو په موخه پیل کړي، اوس د اموسیند په سیمه کې د نفتو د استخراج چارې پيل شوي دي او هره ورځ له دغې سیمې نژدې پنځوس بوشکې خام تیل ایستل کیږي. چارواکي تمه ښيې، چې د تیلو د رایستلو دغه کچه په نژدې راتلونکې لا پسې لوړه کړي.

د کانو وزرات اټکل کوي، چې د ۲۰۱۶ کال ترپایه د کانو په برخه کې له یولک او پنځوس زرو ډیرو کسانو ته کاري زمینې برابر کړي .

غه وزارت دارنګه وړاندوینه کوي، چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د افغانستان د عواید مهمه سرچینه کانونه وګرځول شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .