"خليلزاد باید افغان ولسمشر نه وي"

د خپريدو وخت: 12:46 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

د ملي جبهې په نامه د دولت مخالفه ټلواله وايي که چېرته اوسنى نظام په بېلا بېلو پلمو په واک کې پاتې کيږي، نو د دوى له نظره پاېښت نه لري.

د افغان حکومت د يوې سياسي مخالفې ټلوالې مشرتابه غړى محمد محقق وايي، د ٢٠١٤ کال ولسمشريزې ټاکنې دې د نړيوالې ټولنې تر څارنې لاندې ترسره شي او پر ټولو راى ورکونکو بايد برېښنايي تذکرې و وېشل شي.

د ملي جبهې په نامه د دولت مخالفه ټلواله وايي که چېرته اوسنى نظام په بېلا بېلو پلمو په واک کې پاتې کيږي، نو د دوى له نظره پاېښت نه لري او ښايي خلک يې پر وړاندې پاڅون ته اړ وځي.

که څه هم دغه ټلواله وايي چې تر اوسه يې د خپله اړخه ولسمشريزو ټاکنو ته څوک نه دى نومولى، خو د نورو سياسي څېرو لکه زلمي خليل زاد د ټاکل کېدو سره هم مخالفت کوي.

د دوى له نظره هغه دوه گونى تابعيت لري او د افغانستان خلک پرې نه شي را ټولېدلاى.

د دغې ټلوالې د مشرتابه غړى او وحدت د گوند مشر محمد محقق د افغان حکومت له خوا د طالبانو سره د سولې خبرې اترې ناکامه بولي او په وينا يې دولت ته نه ښايي چې طالبانو ته د زياتو امتيازاتو ژمنې ورکړي.

که څه هم د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې د دغه هېواد ولسمشريزو ټاکنو ته شاوخوا دوه کاله پاتې دي، خو په اړه يې د خلکو گنگوسې او اندېښنې سر له اوسه مخ په زياتېدو دي.

"ښاغلى خليلزاد خپلې ستونزې لري. لومړى دا چې هغه دوه گونى تابعيت لري بله خبره دا ده چې هغه د همدغه رژيم سره پاتې شوى کس دى ځکه د ښاغلي کرزي ډېرې چارې د خليلزاد پر مټ تر سره شوي دي. "

د دغو اندېښنو يو دليل به ښايي دا وي چې د دغو ټاکنو سره هم مهاله بهرني ځواکونه هم له دغه هېواده پښې سپکوي.

لا له وړاندې د افغان دولت سياسي مخالفينو پر اوسني حکومت داسې تورونه پورې کړي چې گواکې غواړي په واک کې د پاتې کېدو، يا د خپلې خوښې نوماند ته د لارې خلاصولو په لټه کې دى.

د افغانستان د يوې سياسي مخالفې ټلوالې ملي جبهې د مشرتابه يو غړى محمد محقق وايي، د دغو شکونو د لرې کولو لپاره دوى د رڼو ټاکنو په تر سره کولو کې ځانگړي وړانديزونه لري:

"رڼې او عادلانه ټاکنې هغه مهال کېداى شي چې د ټاکنو لپاره ښې زمينې ولټول شي، د بېلگې په ډول د کمپيوټر پر مټ د راى ورکونکو ثبتول چې د درغليو مخنيوى وکړي. پر هغو کسانو چې د تذکرو له مخې غواړي رايې ورکړي باید بريښنايي تذکرې وويشل شي. د نړيوالې ټولنې له خوا دې پر ټاکنو نظارت وشي چې لاسوهنې په کې و نه شي. رڼښت دې په کې وي چې د خلکو قناعت پوره کړي. که داسې نه کيږي نو زه گومان نه کوم سوله ټينگه شي".

ښاغلى محقق وايي، د ټاکنو د تر سره کولو او د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مشرتابه لپاره د غوراوي په اړه ولسي جرگې نوى قانون تصويب کړى، چې لا هم د ولسمشر له خوا نه دى لاسليک شوى.

د هغه په وينا که چېرته د همدغه قانون له مخې د ټاکنو د کميسيون مشر او کميشنران وټاکل شي، ښايي په راتلونکو ټاکنو کې تر ډېره بريده ستونزې غوڅې شي.

د ښاغلي مححق ډېر ټينگار په رڼو او عادلانه ټاکنو دى

د ښاغلي محقق په وينا د دوى د مالوماتو له مخې حکومت خپل نوماندان غوره کړي چې تر ډېره د ولسمشر د ورور قيوم کرزي او عمر داود زي نومونه اخيستل کيږي.

که څه هم هغه وايي، د خپلې غاړې يې څوک نه دى غوره کړى خو په افغانستان کې د امريکا د پخواني ځانگړي استازي او سفير زلمي خليلزاد په اړه وايي چې د هغه د ټاکل کېدو په لاره کې هم ډېر خنډونه شته او د ده له نظره ښايي افغان ولس د هغه په ټاکنو خوښ نه وي:

"ښاغلى خليلزاد خپلې ستونزې لري. لومړى دا چې هغه دوه گونى تابعيت لري بله خبره دا ده چې هغه د همدغه رژيم سره پاتې شوى کس دى ځکه د ښاغلي کرزي ډېرې چارې د خليلزاد پر مټ تر سره شوي دي. له بلې ډډې د خلکو غوښتنه هم بايد په پام کې ونيول شي. هغوى ښايي هغه چا ته رايې وکاروي چې تر ډېره افغان وي خو ښاغلى خليلزاد ځينې ښېگڼې هم لري.هغه د پوره تجربې خاوند او پوه کس دى خو دغه ستونزې ورسره ملې دي. د خپله اړخه که درته ووايم موږ تر اوسه څوک نه دى نومولى خو فکر پرې کوو کېداى شي په راتلونکو دوو يا دريو مياشتو کې پر يو چا لاس کېږدو".

ښاغلى محقق د وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې پر بهير هم نيوکه کوي او وايي دولت ته په کار نه دي چې د کمزوري دريځه له هغوى سره خبرې اترې وکړي او يا دې هغوى ته د هغو امتيازاتو وړانديز وکړي چې وړتيا يې نه لري:

"د ملي روغې جوړې بهير ښاغلي کرزي تر ډېره مبتذل کړ، ځکه د افغانستان د خلکو او حکومت عزت او حرمت يې د څلورو تنو جنايت کارو طالبانو په وړاندې ډېر ټيټ کړ. هغوى ته يې داسې مقام ورکړ او تل يې ورته ننواتې وکړې چې رادې شي او ورسره دې روغه وکړي. ښاغلى کرزى بايد درېدلى واى هم يې ورسره جگړه کولاى او هم يې ورته ويلي واى چې راشئ که سوله کوئ نو دروازې ستاسو پر مخ خلاصې دي. ښاغلي کرزي په يو اړخيز ډول هغوى ته اميتازونه ورکړل، د افغانستان د نافذه قوانينو خلاف يې د هغوى بنديان له بگرامه خوشې کړل او له نړيوالو يې هم وغوښتل چې د طالبانو مشران د تور لسته وباسي"

"د ملي روغې جوړې بهير ښاغلي کرزي تر ډېره مبتذل کړ، ځکه د افغانستان د خلکو او حکومت عزت او حرمت يې د څلورو تنو جنايت کارو طالبانو په وړاندې ډېر ټيټ کړ. "

ښاغلي محقق دارنگه وويل، که له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې ليوالتيا کمېږي او يا يې د مرستو په کچه کې کموالى راځي، نو د ده له نظره ښايي اوسنى حکومت ړنگ شي.

د هغه په وينا که حکومتي چارواکي هڅه وکړي چې د خپلې واکمنۍ موده نوره هم پسې وغځوي، دى وايي ښايي په دې سره هم دولتي بنسټونه ونړېږي.

د ښاغلي مححق ډېر ټينگار په رڼو او عادلانه ټاکنو دى چې د ده له نظره هغه هم بايد د نړيوالې ټولنې تر نظارت لاندې تر سره شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .