افغان حکومت د خپلو اتشو وړتیا ارزوي

د خپريدو وخت: 15:48 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

افغانستان په کولتوري، پوځي، سوداگريزو، ترانسپورتي، روغتيايي او يو شمېر نور برخو کې اتشې لري.

افغان حکومت په بهرنيو هېوادونو کې د خپلو اړوندو وزارتونو د اتشو کاري اغېزمنيتا ارزوي.

د دغو ارزونو لومړى پړاو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت، اداري اصلاحاتو بنسټ او چارو ادارې له يوې گډې ناستې نه پيل شو.

د چارو ادارې وياند رفيع فردوس بي بي سي ته ويلي، بهرنيو چارو وزارت د اتشو پر شمېر او اغېزمنيتا نيوکه کړې او ويلي دي چې گواگې اوس مهال دغه شمېر اتشو ته اړتيا نه ليدل کېږي.

افغانستان په کولتوري، پوځي، سوداگريزو، ترانسپورتي، روغتيايي او يو شمېر نور برخو کې اتشې لري.

د مشرانو جرگې هم څو اوونۍ مخکې ويلي و چې گواکې يو شمېر اتشې د شخصي اړيکو پر بنسټ گمارل شوې دي.

افغان حکومت وايي د ولسمشر حامد کرزي د ۴۵ گڼې فرمان پر بنسټ په بهرنيو هېوادونو کې د خپلو وزارتونو د استول شويو اتشو شمېر او اغېزمنتيا ارزوي.

په همدې موخه د بهرنيو چارو وزارت، اداري اصلاحاتو بنسټ او چارو ادارې يوه غونډه بللې وه چې د بېلو وزارتونو شاوخوا ۳۰ تنو مرستيالانو او ریيسانو په کې برخه اخیستې وه.

په دې ترڅ کې يادو شويو بنسټونو په بهر کې د افغان اتشو اغېزمنتيا و ارزوله.

د چارو ادارې وياند رفيع فردوس بي بي سي ته وويل، د بهرنيو چارو وزارت په وينا اوس مهال افغانستان دغه شمېر اتشو ته اړتيا نه لري.

د ښاغلي فردوس په وينا دا لا د کار پيل دى. نوموړي وويل اوس به هر هغه وزارت چې په بهر کې اتشه لري د خپلې اتشې د کاري اغېزمنتيا او گټورتيا په اړه چارو ادارې او وزيرانو شورا ته بشړ راپور ورکوي، چې د راپورونو تر ټولولو وروسته به د اتشو اغېزمنتيا ارزول کېږي او بيا به وزيرانو شورا او ولسمشر وروستۍ پرېکړه کوي چې د اتشو د جوړښت، اغېزمنتيا، يا گوښه کولو په برخه کې څه کول په کار دي.

افغانستان اوس مهال کولتوري، پوځي، سوداگريز، ترانسپورتي، روغتيايي او نور استازي او اتشې لري چې په بهرنيو هېوادونو کې د دغه هېواد استازولي کوي.

يو شمېر کارپوهان وايي هر اتشه زرگونه ډالره معاش اخلي خو اغېزمنتيا او گټه يې جوته نه ده.

د افغانستان مشرانو جرگې بيا څو اوونۍ مخکې ويلي و چې گواکې ځينې اتشې د شخصي پېژندگلويو پر بنسټ د وزارتونو د چارواکو له خوا گمارل شوې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .