افغانستان د حاجیګک کان کنستلو تړون لاسلیکوي

د خپريدو وخت: 09:01 گرینویچ - دوشنبه 22 اکتوبر 2012 - 01 لړم 1391
حاجیګک

د حاجیګک کان په ۱۳۳۹هجري لمریز کال کې وپېژندل شو او تر اوسه دوه ځلې ارزونې پرې شوې دي.

د افغانستان د کانونو وزارت وایي ډېر ژر به د حاجیګک د اوسپنې کان د رایستلو په اړه له درېیو هندي او یوه کاناډایي شرکت سره تړون لاسلیک کړي.

څه باندې دوه کاله وشول، چې افغان دولت د حاجیګک کان د رایستلو په اړه په پروګرامونو خبرې کوي.

تر اوسه لا هم د اوسپنې ددغه کان د را ایستلو په تړاو هېڅ ډول کار نه دی پیل شوی، ځکه افغان چارواکي د کان د استخراج په اړه له بهرنیو شرکتونو سره وروستۍ موافقې ته نه دي رسېدلي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو وزیر وحید الله شهراني وایي هېواد یې اوس د هغو شرکتونو سره په وروستیو خبرو بوخت دي چې تر ټولو ښه وړاندیزونه یې افغان دولت ته ورکړي دي.

دی وایي د اوسپنې کان ته ډېرې هیلې لري:

''دواړه بهرني شرکتونه چې یو یې ستر هندی شرکت دی، بریالي شوي دي، او زموږ د قرارداد په اړه خبرې ورسره دوام لري، خو د اورګاډي د پټلۍ او برېښنا د یوې لویې فابریکې جوړولو پر سر قراردادونه ورسره لاسلیک شوي دي.''

د کانونو د وزیر په وینا، ارزونې ښیي چې په حاجیګک کان په ټولیز ډول څه باندې ۱،۸ میلیارده ټنه اوسپنه شته چې په افغانستان کې د کانونو چارو د شفافیت څارونکې ادارې په خبره دغه اوسپنه کولی شي د افغانستان لپاره ۷۶۰ میلیارده ډالره عاید ولري.

د څېړنو له مخې که چېرې هرکال شاوخوا لس ټنه اوسپنه له دغه کان څخه را وایستل شي، نو د استخراج ټولې چاري به یې ۱۸۰ کاله دوام وکړي.

اوس نو افغان دولت په خپله کورنۍ بودیجه د اوسپنو د دغو غرونو د ایستلو وړتیا نه لري نو ځکه یې د هغه د استخراج چاري بهرنیو شرکتونو ته داوطلبۍ ته وړاندې کړې.

له ۲۳ شرکتونو څخه چې د دغه کان دایستلو غوښتنه یې کړې وه درې هندي او یو کاناډایې شرکت بریالي اعلان شوي.

په داوطلبو شرکتونو کې د دریو هندي شرکتونو شتون ځینې پوښتنې راپورته کړې.

هند د سیمې په کچه یوازینی هېواد دی چې له افغانستان سره یې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی او په تېرو لسو کلونو کې یې له افغانستان سره تر ټولو ښې سیاسي اړیکې لرلې دي.

د سیاسي چارو یو کارپوه حمید الله فاروقي د دغه ډول کانونو د تړون په برخه کې د سیاسي اړیکو اغېزه لیرې نه بولي:

''څرنګه چې په تېرو لسو کالو ولیدل شول، له بدغه مرغه افغان چارواکي په اکثرو مواردو کې د ځینو امتیازاتو څخه د سیاسي ګټو لپاره ګټې اخیستې دي. اټکل دی، چې له دغو طبیعي زېرمو په نړیواله او سیمه ییزه کچه هم دا ګټه پورته شي.''

یوه مدني ټولنه

په افغانستان کې د کانونو چارو د شفافیت څارونکې اداره چې یوه مدني ټولنه ده د حاجیګک کان د تړون په اړه اندېښنه لري.

ددغې ادارې یو غړی وایي له داوطلبو شرکتو سره د خبرو اترو پر مهال دوی ته په غونډه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

خو د افغانستان د کانونو د وزارت چارواکي وایې دوی ته دکانونو د استخراج په چارو کې ملي ګټي لومړیتوب لري نه سیاسي اړیکي.

ددغه وزارت د پلان او پالیسۍ د برخې مسؤول جلیل جمراني له بي بي سي سره په خبرو کې د حاجیګک کان د چارو پر روڼولۍ ټینګار کوي:

''د حاجیګک کارونه ډېر مخته تللي دي، موږ له شرکت سره خبرې کوو، ځینې موضوعات غواړو چې ډېری ګټه یې د افغانستان د خلکو لپاره وي.''

ځیني څیړونکي په سیمه کې د هیوادونو تضادونو ته په کتو اندېښنه ښيي چې ښایي هندي شرکت ته ددغه تړون په ورکولو سره د نورو هیوادنو غوصه را وپاریږي او په دغو چارو کې د خنډ هڅې وکړي . خو د کانونو وزیر ددغو ننګونو لپاره یې اړین ترتیبات نیولي دي.

"ددغه کان د استخراج چارې چې ارزښت یې نژدې اووه سوه میلیارده ډالره اټکل شوي، د سیمې او نړۍ په کچه داوطلبان درلودل."

د حاجیګک د اوسپنې کان د هندوکش په غرونو کې په دریو ولایتونو لکه بامیان، میدان وردګ او پروان کې موقعیت لري.

ددغې سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي د حاجیګک نوم د یوه کلي له نوم څخه اخیستل شوی دی.

خو ځینې نور یې بیا وایي چې دا د یوه داسي کس نوم و، چې په همدې کلي کې اوسېده .

د حاجیګک کان په ۱۳۳۹هجري لمریز کال کې وپېژندل شو او تر اوسه دوه ځلې ارزونې پرې شوې دي.

دغه کان ۱۶ کیلومتره اوږدوالی او ۵۵۰ متره غوچ دی.

د افغانستان د کانونو وزارت وایي ددغه کان د استخراج په پیلېدو سره به شاوخوا ۲۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او هر کال به هېواد ته شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره عاید ولري.

د حاجیګک کان په شاوخوا کې نژدې شپږ زره کسان ژوند کوي او یو شمېر مدني ټولني اندیښنه ښیې چې ددغه کار له پیل سره به د سیمې ۶۰ یا ۷۰ سلنه اوسېدونکي د هوا له ککړتیا اغېزمن شي او یا به خپلې کرنیزې ځمکې له لاسه ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .