"له امریکا پرته نور هېوادونه هم د ډیورنډ کرښه مني"

د خپريدو وخت: 18:12 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391

که څه هم سفير د ډیورنډ د کرښې په اړه د خبريالانو له ګڼو پوښتنو سره مخ شو خو په دې اړه يې نور جزيات ور نه کړل.

د سه شنبې په ورځ ( د اکتوبر ۲۳) د امريکا سفير جېمز کنينګم کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالاتو د ځانګړي استازي مارک ګروسمن د هغو څرګندونو په اړه چې ويلي يې و هېواد يې ډيورنډ کرښه په رسميت پېژني وويل “دا څه نوې خبره نه ده، يوازې امريکا نه، بلکې يو شمېر نور هېوادونه هم ډېورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه پېژني.”

تېره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالاتو ځانګړي استازي ښاغلي ګروسمن په کابل کې له يوه خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې وویل چې واشنګټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بولي.

که څه هم سفير په دې اړه د خبريالانو له ګڼو پوښتنو سره مخ شو خو په دې اړه يې نور جزيات ور نه کړل.

خو د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۳مه) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ډېورنډ کرښه افغانانو ته د تاريخي ارزښت وړ بللې.

په انگريزي ژبه خپره شوې دغه خبرپاڼه زياتوي چې " افغان حکومت په همدې دليل د هر چا له خوا د دغې کرښې د مشروعيت په باب څرگندونې ردوي او بې ځايه يې بولي."

د دې تر څنګ د ملي شورا ځينو غړي وايي د ډېورنډ د کرښې په اړه يوازې افغانان پرېکړه کولاى شي او په دې تړاو د بل هر چا څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.

ډیورنډ کرښه

مارک ګروسمن ویلي و واشنګټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بولي.

په ١٨٩۳ کال کې د ډيورنډ کرښه د يوه برتانوي چارواکي له خوا راکښل شوه چې د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ يې پوله وبلله.

خو افغان چارواکو هيڅکله د نړيوالې پولې په توگه ونه منله.

په ١٩٤٧ کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.

د ډيورنډ کرښه د ډيرو په گومان د کابل او اسلام اباد د ډېرو لانجو اصلي دليل دى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .