کابل ښاروالي د شکایتونو اورېدو سسټم عصري کوي

د خپريدو وخت: 12:45 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391

د زرهاو کسانو لپاره جوړ شوي کابل ښار کې اوس ميليونونه کسان اوسېږي.

د زرهاو کسانو لپاره جوړ شوي کابل ښار کې اوس ميليونونه کسان اوسېږي چې د موټرو ګڼې ګوڼې، د چاپيريال ککړتيا او د کانالاېزاسيون په شمول یو شمېر نورو ستونزو يې ژوند ورتريخ کړی دی.

د هېواد له لر او بره په ځانګړي ډول له ناارامه ولايتونو پلازمېنې ته د خلکو ورتګ حکومت ته هم د دوی د ځای ځايګي او ژوند تېرولو په تړاو سرخوږی پيدا کړی دی.

کابل ښاروالي چې هره ورځ د ښاريانو سلهاو عريضو او غوښتنو ته ځواب وايي لا هم د څو لسيزو پخوا په څېر په زاړه اداري سيستم کار کوي.

خو اوس يې هڅه کړې چې د مراجعينو د غوښتو ځوابونه په نسبتآ عصري اداري سيستم چې کمپيوټري دی، ورکړي.

د ښاريانو لپاره د معلوماتو دغه مرکز چې د کابل ښاروالۍ په ودانۍ کې جوړ شوی، مسوولين يې وايي وروسته له دې به د ښاريانو ټولو غوښتنو او شکايتونو ته پرته له ځنډه ځواب ورکوي.

د دغه نوي سسټم کارکوونکي وايي، چې پخوا به د خلکو عريضې په دوسيو کې ساتل کېدې چې ډېر کله به له پامه غورځېدې او ډېر وخت به پرې تېرېده.

خو اوس عريضه کوونکي ته سملاسي يوه شمېره ورکول کېږي، چې د معلوماتو د مرکز د يوې بلې څانګې له لوري په نوبت غوښتل کېږي او شکايت يې په کمپيوټري بڼه ليکل کېږي چې يوه کاپي يې پخپله ښاروال او بله يې مربوطه ادارې ته ځي.

"د کابل ښارهر اوسېدونکې که زموږ د پروګرامونو او فعالیتونو په اړه معلومات غواړي، ترلاسه کولی یې شي."

محمد یونس نو اندېش

کابل ښاروال محمد يونس نو اندېش دغه مرکز د خلکو او ښاروالۍ ترمنځ پل او د شفافيت او حساب ورکولو پر لوري يو رغنده ګام وباله.

د نوموړي په خبره" موږ غوښتل هغه پروګرامونه، پلانونه، کړنې او اجرات چې مو درلودل، خپلو ښاریانو ته وړاندې کړو، هلته ټولو ته لاسرسی په ډېرې اسانۍ موجود دی. د کابل ښارهر اوسېدونکې که زموږ د پروګرامونو او فعالیتونو په اړه معلومات غواړي، ترلاسه کولی یې شي. همدارنګه، موږ ۱۱۱ شمېره فعالوو، دغې شمېرې ته موږ داسې مامورین ګومارلي چې کابل ښاریان هلته هر راز شکایتونه، نظرونه، وړاندیزونه او نیوکې څرګندولی شي او پوښتنو ته یې ځوابونه ویل کېږي."

کابل ښاروالي هم مخکې او هم اوس د فساد له تورونو او کم کار کولو سره مخامخ ده.

که څه هم دغه بنسټ په تېرو دوو کلونو کې توانېدلی چې د واټونو د بيارغونې په برخه کې يو لړ کارونه وکړي، خو د کابل د ځينو اوسېدونکو په باور دغه لاسته راوړنې دومره نه دي چې وکړای شي د خلکو مخ په زیاتېدونکې ستونزې راکمې کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .