بهرته دتلونکو محصلانو لپاره بودیجه ډېره شوه

د خپريدو وخت: 11:36 گرینویچ - چارشنبه 24 اکتوبر 2012 - 03 لړم 1391

افغان حکومت ادعا کوي چې دوه کاله مخکې دغه هېواد په خپل لگښت بهرنيو هيوادونو ته اتيا کلونه وروسته محصلان واستول.

افغان حکومت ادعا کوي چې دوه کاله مخکې دغه هيواد په خپل لگښت بهرنيو هيوادونو ته اتيا کلونه وروسته محصلان واستول.

دوه کاله مخکې چې افغان حکومت دا بهير پيل کړ، پنځه ميلونه ډالر يې ورته ځانگړي کړي وو،خو تېر کال دا کچه دوه برابره يانې ۱۰ ميلونه ډالره شوه.

اوس د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي وايي چې د وزيرانو شورا د وروستۍ پريکړې له مخه دا بوديجه په کال کې ۱۵ ميلونه ډالره وټاکل شوه.

" افغان حکومت يو شمير ځوانونو او محصلانو ته يوه بوديجه ځانگړې کړې ده چې پر بنسټ له هيواده بهر لوړو زده کړو ته واستول شي،په پيل کې دا بويجه په کال کې پنځه ميلونه ډالره وه،وروسته دا کچه ۱۰ ميلونو ډالرو ته پورته کړل شوه،خو د وزيرانو شورا په وروستۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې دا بوديجه بايد ۱۵ ميلونو ته ورسيږي، چې پر مټ يې ډېر محصلان بهرنيو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره وليږو."

"لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چې بهر ته د محصلانو استولو د غوراوي بهير روڼ دى او هغه په دې توگه چې وايي له هر ولايت نه به هغه ۱۳ زده کونکي استول کيږي،چې په پوهنتوني کانکور کې يې په پرتليز ډول ډيرې نومرې اخستې وي."

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د دغه گام هرکلى وکړ. د ياد شوي وزارت وياند پوهنمل محمد عظيم نور بخش وويل چې د دغه بهير له پيليدو راهيسې يې تر دې مهاله ۵۵۳ محصلان د ليسانس، ماسټرۍ،او ډوکټورا زده کړو ته هندوستان، ترکيې او ماليزيا هيوادونو ته استولي دي د دغه بهير وروستۍ ډله پرون ماليزيا ته ورسيده،او ۲۵۰ نور محصلان به په نژدې راتلونکي کې بیلا بيلو هيوادونو ته واستول شي.

ښاغلي نور بخش وويل دا چې حکومت بهرنیو هيوادونو ته د محصلانو استولو د بوديجې کچه پورته کړه، دا به د دې لامل شي چې بهرنيو هيوادونوته ډير محصلان د زده کړو لپاره وليږي.

لوړو زده کړو وزارت وايي چې بهر ته د محصلانو استولو د غوراوي بهير روڼ دى او هغه په دې توگه چې وايي له هر ولايت نه به هغه ۱۳ زده کونکي استول کيږي،چې په پوهنتوني کانکور کې يې په پرتليز ډول ډيرې نومرې اخستې وي.

کوم محصلان چې استول کيږي، يا استول شوي دي تر ډيره به د طب،انجينرۍ،کاني انجينرۍ،حقوقو،برېښنا،چاپيريال ساتنې، ژورناليزم او اروا پوهنې په برخو کې لوړې زده کړې کوي. په دې ترڅ کې تر دې مهاله دريو هيوادونو، هند، ماليزيا،او ترکيې ته افغان محصلان استول شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .