فاریاب کې ځانمرګي ٤٠ ووژل ٥٠ يې ټپيان کړل

د خپريدو وخت: 15:10 گرینویچ - جمعه 26 اکتوبر 2012 - 05 لړم 1391
میمنه

د روان ۲۰۱۲ په اپریل کې هم د فاریاب میمنې د سبزیو په یوه مارکیټ کې د موټرسایکل په مټ یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۱۰ کسان ووژل.

د لوی اختر پر لومړۍ ورځ (جمعه/ اکتوبر ۲۶) د افغانستان د شمالي ولایت فاریاب په مرکز میمنه کې ځانمرګي برید لږترلږه ٤٠ کسان وژلي او تر ٥٠ ډېر يې ټپيان کړي دي.

د فاریاب والي محمد الله بتاش بي بي سي ته وویل:

''د جومات دروازې ته نژدې ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې لږترلږه ٤٠ هېوادوال ووژل شول، چې په وژل شوو کې ماشومان او ښځې هم وې. تر اوسه د ټپیانو شمېر تر ۵۰ ډېر دی، چې شاید سربېرن ټپیان نه وي شمېرل شوي.''

د فاریاب والي د برید پړه د هېواد پر دښمنانو واچوله، خو د کومې ځانګړې ډلې نوم یې وانخیست.

افغان چارواکي عمومآ د " هېواد دښمنانو" خطاب طالبانو ته کوي.

د میمنې د افغان ترک روغتون رییس ډاکټر قاسم پارسا په وژل شوو کې پنځه ماشومان او ٢٠ سرتېري او ١٥ نور ولسي وګړي یاد کړل.

"طالبان دې لوړو څوکيو ته ځان کانديد کړي"

افغان ولسمشر حامد کرزي د لوى اختر په ورځ کابل کې په خپلو لنډو خبرو کې يو وار بيا پر طالبانو غږ وکړ چې د دۀ په وينا له بريدونو دې لاس واخلي او له خلکو دې وغواړي چې رايه ورکړي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

ډاکټر پارسا د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

د فاریاب مرستیال والي عبدالستار بارزی اې ایف پي خبري اژانس ته ویليو چې برید کوونکي د پولیسو یونیفورم اغوستی و.

خو د فارياب د پوليسو وياند لعل محمد احمدزي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل:

" دا گنگوسې موږ هم اورېدلي دي چې گواکې ځانمرگي د پوليسو جامه اغوستې وه، زۀ دا خبره نه تاييدولى شم او نه يې ردوم، پوليس ډېر وو، اوس پلټنې روانې دي."

د افغانستان د کورنيو چارو د وزير په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى له کابله فارياب ته رسيدلى دى چې د ښاغلي احمدزي په وينا پلټنې وکړي.

خبریالان وايي ''ظاهراً داسې ښکاري چې د برید موخه امنیتي سرتېري وو.''

د فارياب د پوليسو وياند لعل محمد احمدزى دا د طالبانو له لورې د يوې ماتې غچ بولي:

" طالبانو څو ورځې وړاندې د پښتون کوټ په ولسوالۍ بريد کړى و چې له سختې ماتې سره مخامخ شول او ٢٥ کسه يې ووژل شول دا د دوى غچ و چې په ميمنه کې يې له ملکي وگړو واخيست."

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه نه ده منلې.

شرم

خو ښاغلى احمدزى وايي چې طالبان د مسووليت په نه منلو کې خپل دليل لري:

د فارياب پوليس وياند وايي طالبان له شرمه پړه نه مني

د فارياب ولايت د پوليسو وياند لعل محمد احمدزى وايي طالبانو د اختر په ورځ په ځانمرگي بريد کې د پښتون کوټ ولسوالۍ د بريد غچ اخيست خو ډير يې ملکي وگړي ووژل يا ټپيان کړل.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

" هر کله چې ملکي وگړي ووژني طالبان شرميږي او له شرمه بيا مسووليت په غاړه نه خلي."

ولسمشر کرزي په کابل کې د اختر تر لمانځۀ وروسته په خپلو لنډوخبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د دۀ په وينا ملکي وگړي ونه وژني بلکې له خلکو رايه وغواړي او د انتخاباتو له لارې تر ټولو لوړو څوکيو ته ځان کانديد کړي.

د افغانستان په شمال کې د سوېلي او ختيځو سیمو په پرتله دا ډول بریدونه عمومآ لږ کېږي.

د روان ۲۰۱۲ په اپریل کې هم د فاریاب میمنې د سبزیو په یوه مارکیټ کې د موټرسایکل په مټ یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۱۰ کسان ووژل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .