عربستان کابل کې ستر اسلامي مرکز جوړوي

د خپريدو وخت: 08:19 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391
فیصل جومات - اسلام اباد

په اسلام اباد کې فیصل جومات د نړۍ یو له هغو لویو جوماتونو دی، چې په ۱۹۸۶ کال د سعودي عربستان له لوري جوړ شوی دی.

سعودي عربستان له افغانستان سره داسې تړون لاسليک کړى، چې پر بنسټ به يې پلازمېنه کابل کې د سيمې پر کچه يو ستر اسلامي مرکز جوړيږي.

دغه مرکز به يو سنبال پوهنتون،ليليه،روغتون، لوبغالى او د اسلام اباد فيصل جومات ته ورته يو جومات هم ولري،چې په وينا يې په يوه وخت کې پنځه لس زره لمونځ کونکي ځايوي.

افغان چارواکي وايي په پام کې ده، چې د ملک عبدالله په نامۀ دغه نوى او لوى بنسټ پلازمېنه کابل کې د مرنجان غونډۍ د پاسه پر شپيته جريبه ځمکه جوړ شي.

ددغه بنسټ د جوړېدو اند د سعودي عربستان د پخواني پاچا ملک فهد د واکمنۍ پر مهال څرگند شوې و، خو اړوند چارواکي وايي چې هغه مهال د کورنيو جگړو له کبله دغه اند د عمل جامې پر تن نه کړې.

دغه بنسټ به سربيره پر يوه پوهنتون او ليليه لوبغالي، روغتون، او د اسلام اباد فيصل جومات ته ورته جومات هم ولري، چې په پوه وخت کې به ١٥٠٠٠ لمونځ کوونکي ځايوي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستيال داعي الحق عابد بي بي سي ته وويل چې دا بنسټ به پر سیمه یيزه کچه يوه بېلگه وي:

کابل ښار

په پام کې ده چې دغه اسلامي مرکز د کابل ښار په 'مرنجان تپه' کې پر ۶۰ جریبه ځمکه جوړ شي.

''دا ډول اسلامي مرکزونه یو په اندونیزیا کې اسلامي پوهنتون او بل په اسلام اباد کې نړیوال اسلامي پوهنتوه دی. دا به د سیمې په کچه یو لوی اسلامي مرکز وي، چې له مخې به یې د اسلامي تعلیماتو د پراختیا په برخه کې تاریخي اقدام وکړو.''

چارواکي وايي چې ددغه بنسټ پر جوړېدو به له پنځه څلوېښت ميلیونو واخله تر سلو ميلیونو ډالرو پورې لگښت وشي، او د جوړولو چارې به يې درې کلونه وخت واخلي.

مرکز به د يوې شپږ کسيزې جرگگۍ له خوا پر مخ بېول کېږي چې د افغانستان او سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارتونه به يې په سر کې وي.

د اسلامي علومو پر زده کوونکو سربېره به د جوماتونو ملا امامان هم په ياد شوي پوهنتون کې زده کړې پر مخ بيايي.

سره له دې دا مهال افغانستان شاوخوا زر وړې او لويې مدرسې لري، خو چارواکي وايي چې نوى بنسټ به په دغه هېواد کې د اسلامي زده کړو تر ټولو ستر تخصصي بنسټ وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .