ولسمشریزې ټاکنې ۲۰۱۴ کال اپریل کې کېږي

د خپريدو وخت: 12:51 گرینویچ - سه شنبه 30 اکتوبر 2012 - 09 لړم 1391

مخکې پر ولسمشر کرزي د سیاسي ټلوالې له لوري فشار و، چې د ټاکنو نېټه اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنې د ۲۰۱۴ کال د اپرېل په مياشت کې کېږي.

د کمېسيون وياند نورمحمد نور بي بي سي ته ويلي د ټاکنو د مهال وېش په اړه يې د ولسمشر کرزي موافقه او مشوره هم اخيستې ده.

چارواکي وايي په لومړي پړاو کې د ټول افغانستان په کچه د رايې ورکولو شاوخوا ۷۰۰۰ مرکزونه په پام کې نيول شوي دي.

د ټاکنو د مهال وېش اعلان هغو اوازو ته د پای ټکی کېښود چې ګواکې ولسمشر حامد کرزی غواړي ټاکنې له ټاکلي وخته مخکې او يا هم وروسته کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور بي بي سي ته وویل د دغو ټاکنو په اړه چې د ۲۰۱۴ کال په اپرېل مياشت کې کېدونکي دي ولسمشر هم ورسره موافقه کړې ده.

ښاغلي نور د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د مالي لګښتونو په اړه وويل، افغان حکومت په ځانګړي ډول د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.

ده وويل نړېوالې ټولنې ډاډ ورکړی چې د تېرو ټاکنيزو پړاوونو په څېر به دا ځل هم د ټاکنو مصارف ورکوي.

د ټاکنو کمېسيون وايي په لومړي پړاو کې د ټول افغانستان په کچه د رايې ورکولو شاوخوا ۷۰۰۰ مرکزونه په پام کې نيول شوي، خو د دغو مرکزونو کره شمېره به د ټاکنو د امنيت د ټينګښت په تړاو د امنيتي ځواکونو له چمتووالي وروسته څرګنده شي.

ټاکل شوې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سبا چارشنبه د ټاکنو بشپړ مهال وېش په يوه خبري کنفرانس کې اعلان کړي.

د رايه ورکوونکو نوم ليکنه، د نوماندانو نوم ليکنه او د ټاکنيز کمپاين د پيل او پای نېټې په دغه مهال وېش کې شاملې دي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د ټاکنو د اعلانولو نېټه ښايي يو لړ اندېښنې لرې کړي، خو لا هم امنيت د دغو ټاکنو اصلي پوښتنه ده.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وځي او امنيتي مسووليتونه افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کېږي، خو افغان حکومت وايي ځواکونه يې له هر ډول حالاتو سره د مقابلې چمتووالی لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .