افغانستان د ایراني وارداتو د بهیر درېدو وېره لري

د خپريدو وخت: 07:36 گرینویچ - سه شنبه 30 اکتوبر 2012 - 09 لړم 1391

افغان سودگرو وايي اوس ښايي ددغې تشې د ډکولو لپاره خليج، چين، پاکستان يا منځنۍ اسيا ته مخه وکړي.

که تېره لسيزه په پام کې وي، افغانستان ته د ايراني سوداگريزو توکيو د راېږدولو کچه نژدې هر کال ختلې، يوازې د تير کال په اوږدو کې ايران افغانستان ته د يوۀ ميليارد او درې سوو ميلونو ډالرو په ارزښت توکي را استولي وو.

خو اوس د ايران سياسي حالاتو ددغه هيواد پر دغه خورا توده سوداگرۍ داسې سيورى کړى چې، افغان سوداگر وايي له ايرانه د توکيو د راليږدولو لړۍ ښايي سل په سلو کې په ټپه ودريږي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل چې له تيرې يوې مياشتې چې ايران افغانستان ته پنځه ويشت ډوله خوراکي او د کارخانو اومه توکي بند کړي دغه هيواد ته يې صادرات شاوخوا پنځه شپيته په سلو کې کم شوي دي.

يو شمير افغان سوداگر وايي چې له کومه راهيسې، پر ايراني بانکونونو نړيوال بنديزونه لگول شوي، افغان سوداگر نه شي کولاى چې هغه هيواد ته په قانوني ډول د سوداگرۍ لپاره پيسې وليږي.

دغه شمير افغان سوداگر وايي چې په قانوني ډول دا چاره تر سره کيدى نه شي، او که څوک يې په ناقانونه ډول د ليږدولو هڅه وکړي له پيسو سره يو ځاى د ايراني پوليسو له خوا نيول کيږي او نورې سرخوږونکې دوسيې ورته پرانستل کيږي.

په هرات کې ميشت سوداگر عصمت الله وردگ هم بي بي سي ته وويل چې اوس افغان سوداگر د بانوکونو له لارې ايران ته پيسې نه شي ليږلاى خو وايي دا بنديز افغان حکومت لږولې چې افغان سوداگر بايد ايران ته نغدې پيسې و نه ليږدوي،خوپه ټوله کې يې و منله چې د ايران پر بانوکونو نړيوالو بنديزونو افغان سوداگر له ستونزو سره مخامخ کړې د نوموړي په وينا اوس له هيڅ لارې ايران ته پيسې نه شي لېږل کېدى.

لوړې بیې

د ريښتنولۍ د موندو په هڅه کې د کابل ښار پلورنځيو ته ووتلو يوۀ هټيوال ومنله چې د ايراني توکيو بيه د يوه کارټن پر سر شاوخوا دوه سوه افغانۍ ختلې ده.

د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي دا چې ايران خپل توکي نژدې له يوه مخه پر افغانستان ودرول، له افغان سوداگرو سره يې انديښنې پيدا کړې دي، او ددغه هيواد د روانې سوداگرۍ پر تگلوري يې تشه رامنځ ته کړې ده.

سوداگر وايي چې اوس ښايي ددغې تشې د ډکولو په موخه منځني ختيځ، خليج، چين، پاکستان، هندوستان يا منځنۍ اسيا ته مخه وکړي، خو سوداگر خبردارى ورکوي چې ددغو هيوادونو توکي کې به د ډېر واټن له کبله د ايران د توکيو په پرتله گران پرېوځي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .