هلمند کې ماین چاودنې ملکي وګړي وژلي

د خپريدو وخت: 11:54 گرینویچ - چارشنبه 31 اکتوبر 2012 - 10 لړم 1391

د دې پېښو مسوولیت تر اوسه پورې چا په غاړه نه دی اخېستی، خو چارواکي وايي دغه ماینونه وسله والو طالبانو خښ کړي و، چې ملکي کسان يې ښکار شوو.

نن سهار شاوخوا ۹ بجې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ملکي خلکو یو سراچه ډوله ګاډی په ماین ختلی، چې له امله یې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

بل لور ته د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند فرید احمد فرهنګ د دې پېښې د تایید تر څنګ وايي، چې د همدې ولسوالۍ په کونجک سیمه کې نن سهار شاوخوا ۹ نیمې بجې د ماین په یوه بله چاودنه کې پر یوه موټر سایکل له سپرو ۵ کسانو څخه یو ماشوم وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون یوه ښځه او یو سړی ټپیان دي.

د دواړو پېښو ټپیان روغتون ته رسول شوي دي او د حالت په اړه یې کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د پېښو مسوولیت تر اوسه پورې چا په غاړه نه دی اخېستی، خو چارواکي وايي دغه ماینونه وسله والو طالبانو خښ کړي و، چې ملکي کسان يې ښکار شوو.

چارواکو دغه پېښه په سختو ټکو غندلې ده. له دې مخکې د افغانستان په یوه بل ولایت بلخ کې د ملکي کسانو یوګاډی په سړک کې په خښ شوي ماین وخوت چې له امله یې لږ تر لږه ۱۸ ملکي کسان ووژل شول.

دیوناما غبرګون

په دا وروستیو کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما د افغان حکومت پر وسله والو مخالفينو يو ځلې بيا غږ وکړ چې د هغو وسلو له کارولو دې ډډه وکړي چې ملکيانو ته لويه مرګ ژوبله اړوي.

يوناما دغه څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې د بلخ په دولت اباد کې يوه خښ شوي فشاري ماين لږ تر لږه ۱۸ کسه ووژل.

وسله والو طالبانو هاغه مهال وویل، چې دا کار دوی نه دی کړی. خو د يوناما د مسوولینو په خبره په بلخ کې کارول شوی ماین د وسله والو مخالفينو هغو تکتيکونو ته ورته دی چې دوی يې په جګړه کې کاروي.

"د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا د سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ماينونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې کچه ۳۰ سلنه ختلې ده."

د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا د سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ماينونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې کچه ۳۰ سلنه ختلې ده.

د ملګرو ملتونو سياسي دفتر په بلخ کې د ملکي کسانو پر ګاډي د ماین له چاودنې وروسته یو ځل بيا د حکومت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د پرسونل ضد ماينونو کارول منع اعلان کړي.

په ۱۹۹۸ کال کې د وسله والو طالبانو مشر ملا عمر پرسونل ضد ماينونه د اسلام او انسانيت ضد بللي وو او خپلو پلويانو ته يې د هغو د نه کارولو لارښوونه کړې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي د سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي مرګ ژوبلې کچه ۳۰ سلنه ختلې ده.

دوی وايي يوازې په تېرو نهو مياشتو کې ماينونو ۳۴۰ ملکيان وژلي او نژدې ۶۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .