تر ټاکنو وړاندې برېښنايي تذکرې وېشل کېږي

د خپريدو وخت: 16:25 گرینویچ - چارشنبه 31 اکتوبر 2012 - 10 لړم 1391

کورنيو چارو وزارت وايي په پام کې لري د مرغومې مياشې له پيله د دغو پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په پام کې لري چې د برېښنايي پېژندپاڼو يانې تذکرو د پروژى پيل تر ولسمشريزو ټاکنو مخکې ايله نژدې شپږ ميلونه پېژندپاڼې ووېشي چې په وينا يې په دې برخه کې د ټاکنو د خپلواک کميسون مرستې ته هم اړتيا لري.

د افغانستان مخابراتو وزارت ويلي دي دا پېژندپاڼې به سر بېره پر خپل ملي ارزښت، د ټاکنو کارت هم وي او د گاډو لايسنسونه او ځينې نورې چارې هم د دغې پروژې برخې بولي.

کورنيو چارو وزارت وايي په پام کې لري د مرغومې مياشې له پيله د دغو پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل کړي.

خو يو شمېر کارپوهان ادعا کوي چې تر دې مهاله په افغانستان کې د سرشمېرنې بې پرې اداره نشته.

بله دا چې وايي يو شمېر نا امنو سيمو ته د ناټو وسله وال سرتېري نه شي ورتللاى نو د سرشمېرنې ډلې به څنگه ورځي.

برېښنايزې پېژندپاڼې د افغانستان د مخابراتو وزارت او کورنيو چارو وزارت گډه پروژه ده، چې پلې کول يې وخت غواړي.

پخوا يادو شويو وزارتونو انگېرلې وه چې ښايي په تېر اگست کې د دغو پېژندپاڼو لومړۍ بېلگې وېش ته چمتو شوې واى، خو دا چاره تر اوسه ځنډيلې او اړوند چارواکي وايي په پام کې لري چې دا لړۍ سږ کال د مرغومې جدي له لومړيو ورځو پيل کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال عبدالرحمان رحمان وويل چې تر ولسمشريزو ټاکنو مخکې ايله بيله شپږ ميلیونو وگړو ته برېښنايزې پېژندپاڼې وېشل غواړي، خو بهير به روان پاتې شي.

"زموږ د برېښنايزو پېژندپاڼو پروژه د يو ۱۱۰ميلیونو ډالرو په ارزښت پروژه ده، چې حکومت يې پلې کولو ته ژمن دى. په پام کې ده په ټول هېواد کې د دغې پروژې د پلې کولو لپاره ۴۰۰ ډلې وگمارل شي. د اړينو وړتياو د رامنځ ته کولو په موخه کورنيو چارو او مخابراتو وزارتونو کې گړندى کار روان دى. وړاندوينه او اروزونه دا ده چې نژدې شپږو ميلیونو وگړو ته به برېښنايزې پېژندپاڼې (تذکرې) ووېشل شي".

د سياسي او حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت د برېښنايزو پېژند پاڼو وېش يو اړين پر مختگ وبالۀ خو ادعا يې وکړه چې افغانستان تر دې مهاله د سر شمېرنې يوه بې پرې بنسټ نه لري.

هغه وويل د تذکرو په تېر وېش کې هم د يو شمېر افغانانو او په تېر ه د شمال د ځينو خلکو ژبه نا سمه ليکل شوې.

بله يې دا وکړه چې اوس مهال يو شمېر نا امنو سيمو ته د ناټو وسله وال سرتېري نه شي ورتللاى نو د سر شمېر نې کارکونکي به څنگه ورځي.

يو شمېر نور کارپوهان هم وايي که په داسې حالت کې نوې پېژندپاڼې وېشل کېږي او بيا ډېرکي او لږکي ټاکل کېږي ،رښتونى او د منلو وړ بنسټ به و نه لري.

اړوند چارواکي وايي چې برېښنايزه پېژند پاڼه يوه ملي نښه وي چې په نړيواله کچه به ورته د اوسنيو کاغذې پېژندپاڼو يانې تذکرو غونډې د شک په سترگه نه کتل کېږي. بله دا چې د سيمې د هېوادونو په کچه به د افغانستان يو نوښت وي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت پخوا ويلي وو چې په دې پېژند پاڼو کې به د اخیستونکي د سترگو او لسو گوتو نښې خوندي وي او د جعل د هڅې پر مهال په کې څه نه شي ليکل کېداى.

همدا راز اړوندو چارواکو ويلي چې دا پېژندپاڼې به د ټاکنو د کارت او ځينو نورو اسانتياو لپاره هم کارول کېږي چې وايي دا چاره به د گڼو لگښتونو مخه ونيسي.

د چارواکو په وينا پام کې ده چې دا پروژه په افغانستان کې د برېښنايي حکومتولۍ بنسټ وگرځي وايي دغه پرمختيا به، روغتيا، بانکونو، سوداگرۍ او نور برخو ته هم وغځول شي.

پخوا چارواکو دا هم ويلي چې تر افغانستان وروسته به په گاونډيو هېواد ونو کې افغان کډوالو ته هم دغه دغه راز پېژندپاڼې ورکړل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .