افغان حکومت د امريکا کانګرس ته چمتو شوی راپور رد کړ

د خپريدو وخت: 12:25 گرینویچ - پنجشنبه 01 نومبر 2012 - 11 لړم 1391

د افغانستان د تاسیساتو ساتنه او ستونزې

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي اداره وايي افغان حکومت ښايي له ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتي ځواکونو د تاسیساتو ساتنه ونه شي کړای خو افغان حکومت یې ردوي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

افغان حکومت د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي ادارې هغه څرګندونې رد کړې، چې په کې ويل شوي وو افغان حکومت به د ۲۰۱۴ کال له امنیتي لېږد وروسته و نه توانېږي، چې د خپلو امنیتي ځواکونو د تاسیساتو ساتنه وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت د دغې ادارې د راپور په غبرګون کې یوازې دومره ووېل، چې د یاد راپور پایلې ردوي.

د افغانستان د بیا رغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې سیګار په خپل تازه خپاره کړي راپور کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تاسیساتو د راتلونکې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغې ادارې په باور د ۲۰۱۴ کال له امنیتي لېږد وروسته ښایي افغان حکومت د دې توان و نه لري، چې د خپلو امنیتي ځواکونو د تاسیساتو ساتنه وکړي.

د راپور په باور افغان امنیتي ځواکونه د تاسیساتو د چارو د پرمخ وړلو او ساتلو په برخه کې پوره مسلکي کارکوونکي نه لري.

د راپور د موندنو له مخې د افغان پوځ او پولیسو په لیکو کې د تاسیساتو د ساتنې لپاره پوستونه شته، خو یوازې کابو ۴۰ سلنه یې ډک شوي دي.

له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۲ کاله پورې د امریکا کانګرس د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز، روزنې، ساتنې او تاسیساتو لپاره ۵۲،۱۵ ميلیارده ډالر ځانګړي کړي چې ۱۱،۷ ملیارده یې د دغو ځواکونو د تاسیساتو د جوړولو لپاره ورکړي دي.

په راپور کې همداراز لیکل شوي، چې د افغانستان قضا او څارنوالي په دولتي ادارو کې د شته اداري فساد په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

"د امریکا دغه څارونکې اداره له ۲۰۱۴ کاله وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د ساتنې او خونديتوب په اړه په داسې وخت کې خپلې اندېښنې څرګندوي، چې څه موده وړاندې د کړکېچ نړیوالې ډلې په نامه یوې بلې څېړونکې اادارې هم وړاندویېنه کړې وه چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي افغان دولت له ړنګېدو سره مخ شي."

په دې کې ادعا شوې، چې د افغانستان لویه څارنوالي په فساد کې ښکېلو جګپوړو چارواکو سره له قانوني چلند ډډه کوي.

په راپور کې د بېلګې په توګه د سرادار محمد داوود خان څلورسوه بستریز روغتون د اداري فساد قضیې ته نغوته شوې او په باور یې لویه څارنوالي په دې کې پاتې راغلې چې په دې اړه د یوه جګپوړي چارواکي پر ضد قضیه برابره کړي.

د امریکا دغه څارونکې اداره له ۲۰۱۴ کاله وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د ساتنې او خونديتوب په اړه په داسې وخت کې خپلې اندېښنې څرګندوي، چې څه موده وړاندې د کړکېچ نړیوالې ډلې په نامه یوې بلې څېړونکې اادارې هم وړاندویېنه کړې وه چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي افغان دولت له ړنګېدو سره مخ شي.

خو افغان چارواکو دغه خبرې بې بنسټه بللې دي.

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو هم په دې وروستیو کې بیا بیا وېلي، چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او تر ۲۰۱۴ کاله به پخپله د هېواد د امنیت ساتلو جوګه شي.

د افغانستان دفاع کورنیو چارو وزارتونو پرون یو ځل بیا دا ډاډ څرګند کړ، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه د امنیت ساتلو پوره وړتیا لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .