د هلمند په ګرشک کې ۴ پوليسو ۴ نور پوليس وژلي

د خپريدو وخت: 10:32 گرینویچ - جمعه 02 نومبر 2012 - 12 لړم 1391
پوليس

چارواکي وايي بريدګر پوليس تښتېدلي او پلټنه يې روانه ده.

د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې سيمه ييز چارواکي وايي تېره شپه د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې څلورو پولیسو پر خپلو څلورو نورو ملګرو ډزې کړي او وژلي یې دي.

د ګرشک امنيه قومندان توريالى وايي پیښه د دغې ولسوالۍ شمال لورته په یوه امنيتي پوسته کې هغه مهال رامنځته شوه چې څلور نوي پوليس دغې پوستې ته کومکې لیږل شوي وو.

دی وايي په پوسته کې مخکنيو څلورو پوليسو تازه دمه ورغلي څلور پوليس وژلي او پخپله په تېښته بريالي شوي دي.

د ده د معلوماتو له مخې دغه پوليس تر اوسه نه دي نيول شوي، خو په تړاو يې پلټني رواني دي.

د هلمند امنيه قومندان عبدالنبي الهام د پېښي پخلى کوي، خو وايې چې دپیښې د څرنګوالي په اړه یی لا ډیرې پلټڼې پیل کړي دي.

تر دی دمه وسلوالو طالبانو د دغه برید په اړه څه نه دی ویلې.

دا په تیرو دوو اوونیو کې دریم برید دی چې د افغان امنیتي کسانو له خوا پرافغان پولیسو او بهرنېو پوځیانو ترسره کیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول خپلمنځي بريدونه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ورته پېښې شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .