د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه کمپاین پیل شو

د خپريدو وخت: 17:16 گرینویچ - جمعه 02 نومبر 2012 - 12 لړم 1391

دغه کمپاین د کابو ۴۰مدني ټولنو، رسنیو او د بشري حقونو بنسټونو له لوري پر مخ وړل کېږي.

په افغانستان کې یو شمېر مدني ټولنو له ماشومانو او ځوانانو څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه یو کمپاین پیل کړی دی.

دغه کمپاین چې د بدلون کاروان په نامه نومول شوی، د نومبر له لومړۍ څخه پیل شوی او د همدغې میاشتې تر نولسمې به روان وي.

د دغه کمپاین پر مخ وړونکي بنسټ چارواکي وايي، دوی غواړي په افغانستان کې د ماشومانو او ځوانانو ستونزو ته د دولتي او نادولتي ادارو پام را وګرځوي.

په جګړه کې د ماشومانو برخه اخېستنه، په زندانونو کې له میندو سره د کوچنیانو یو ځای اوسېدل او ماشومانو ته د زده کړو او سالمې روزنې د زمینې برابرولو هڅې د دغه کمپاین له موخو څخه دي.

دغه کمپاین د کابو ۴۰مدني ټولنو، رسنیو او د بشري حقونو بنسټونو له لوري پر مخ وړل کېږي.

د دغه پروګرام پلي کوونکي چارواکي وايي، د دغه ۱۹ورځني کمپاین موخه په جګړه کې د ماشومانو د برخې اخېستنې مخنیوی، له میندو سره په زندانونو کې د ماشومانو د یو ځای اوسېدنې د مخنیوي لپاره لارې چارې لټول، له دوی سره د جنسي تېریو پر وړاندې مبارزه او د ماشومانو او ځوانانو لپاره د زده کړو د زمینې برابرول دي.

په دغه کمپاین کې همداراز کوښښ کېږي، چې ماشومان د لوبو له داسې شیانو کارولو ډډه کولو ته وهڅېږي، چې تاوتریخوالی پاروي.

"په دغه کمپاین کې کوښښ کېږي، چې ماشومان د لوبو له داسې شیانو کارولو ډډه کولو ته وهڅېږي، چې تاوتریخوالی پاروي."

د لوبو پلاستیکي ټوپک، تفنګچې او دې ته ورته نور شیان هغه توکي دي، چې د بدلون کاروان د چارواکو په خبره ماشومان تاوتریخوالي ته هڅوي.

په کمپاین کې به همداراز هڅه وشي، چې ماشومان د ټولنیزو شبکو، مبایل تیلیفون، کمپیوتري لوبو، تلوېزیوني فلمونو او سریالونو څخه د ناوړه ګټه اخېستنې او ډېرو کارولو پر منفي اغېزو وپوهول شي او پر ځای یې درس ویېلو او سالمو بوختیاو ته وهڅول شي.

دغه بنسټونه خپل یاد پروګرام د افغانستان د پوهنې، کار او ټولنیزو چارو، عدلیې او حج او اوقافو وزارتونو په مرسته په ښوونځیو، وړکتونونو، جوماتونو او د ماشومانو او ځوانانو په نورو ټولنیزو ځایونو کې پلي کوي.

د بدلون کاروان یو تن چارواکی محمد رحیم جامي وايي، د خپل کمپاین په وروستۍ ورځ (۱۹نومبر ) به له ماشومانو څخه د ناوړه ګټه اخېستنې نړیوالې ورځې په تړاو یو راپور هم خپور کړي، چې د هغې له لارې به په افغانستان کې د ماشومانو او ځوانانو ستونزو ته د کورنیو او بهرنیو دولتي او نادولتي بنسټونو د پام را اړولو هڅه وکړي.

د دغو بنسټونو چارواکي وايي، په پام کې لري چې هر کال په همدغو ورځو کې ورته کمپاینونه پر مخ یوسي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .