لوېدېځ مېشتي افغانان ميلياردونه ډالر کورته لېږي

د خپريدو وخت: 16:56 گرینویچ - جمعه 02 نومبر 2012 - 12 لړم 1391

په لوېديځ کې مېشتو افغانانو له لوري خپلو کورنيو ته استول کېدونکو پېسو اندازه يو ډول نه ده.

د افغانستان د ماليې وزارت اټکل کوي چې په لوېديځ کې مېشت افغانان کال کې شاوخوا درې مليارده ډالر افغانستان ته استوي چې د خپلو کورنيو مالي ملاتړي وکړي.

دغه وزارت دا رنگه اټکل کوي چې د دې هېواد هردرېيم وگړي ته په يو ډول نه يو ډول د دغو پيسو گټه رسېږي.

خو له کومه ځايه چې ډېرى دغه پېسې له ناقانونه لارو افغانستان ته لېږدول کېږي، گرانه ده چې په بشپړه توگه د دغو پېسو د دقیقې اندازې د کره والي پخلى وشي.

" ۴۰ _ ۵۰۰۰۰ کالدارې په مياشت کې را لېږي "

دا د جلال آباد اوسېدونکي شيربهادر څرگندونې دي چې وايي د کورنۍ د مالي لگښتونو لويه برخه يې هغه پېسې پوره کوي چې هره مياشت يې زوى له لندنه ور استوي.

په لوېديځ کې مېشتو افغانانو له لوري خپلو کورنيو ته استول کېدونکو پېسو اندازه يو ډول نه ده.

له ۱۰۰ امريکايي ډالرو نيولې کېداى شي دغه پېسې په مياشت کې تر ۱۰۰۰ ډالرو ورسېږي.

د داود په نوم يو افغان چې په لندن کې د کبابو په يوه رستورانټ کې کار کوي، وايي خپلې کورنۍ ته هغومره پيسې استوي چې گوزاره يې پرې برابره شي:

" په افغانستان کې زموږ کورنۍ وړه ده او زه هره مياشت کې ۴۰۰ پونډه ور استوم، ښه گوزاره يې پرې کېږي "

جرمني کې افغان اقتصاد پوه محمد اجان مرضى په دې باوردى چې دغه پيسې پر کورنيو سر بېره په ټوله کې د افغانستان پر اقتصاد لوى اغېز ښندي.

د افغانستان د مالي وزارت په دې برخه کې له ښاغلي مرضي سره همغږى دى.

د دغه وزارت وياند وحيدالله توحيدي اټکل کوي چې د افغانستان د وگړو هر درېيم تن چې تر ۱۰ ميلیونو اوړي، په يوه ډول نه يو ډول له دغو پيسو گټه پورته کوي.

" يو کس چې په بهر کې کار کوي لږ ترلږه پنځو کورنيو ته يې گټه رسېږي.

يعنې دغه کسان له خپل ماما ،کاکا ، ترور او نورو دوستانو سره مرسته کوي.

د فيصدۍ له اړخه شاوخوا ۱۲ ميلیونه افغانان له دغو مرستو په يو ډول نه يو ډول گټه پورته کوي"

خو دا يوازې کورنۍ نه دي چې له دغو پيسو گټمنې کېږي.

د کابل د اسعارو د مارکېټ صرافان وايي د دوى ډېره گټه وټه هم له هغو پېسو ده چې لوېديځ کې مېشت افغانان يې خپلو کورنيو ته استوي.

صراف حکمت الله وايي:" هغه کسان چې په بهر کې دي او خپلوکورنيو ته پېسې استوي، همدې زموږ په بازار کې ډېره گڼه گوڼه جوړه کړې ده او موږ ته يې گټه رسېږي"

پوښتنه دا ده چې په لوېديځ کې مېشتو افغانانو له لوري افغانستان ته استول کېدونکو دغو پيسو ټوله ييزه اندازه هره مياشت څومره کېږي، تر اوسه پورې هيڅوک هم نه شي کولى چې دې ته په بشپړ ډول کره ځواب ورکړي.

دا يوازې کورنۍ نه دي چې له دغو پيسو گټمنې کېږي.

د افغانستان د ماليې وازت اټکل کوي چې دغه اندازه په مياشت کې شاوخوا ۳۰۰ ميلیونه ډالرو ته رسېږي.

ښاغلى توحيدي وايي:" که چېرې داسې اټکل وشي چې په بهرکې درې ميلیونه افغانان ژوند کوي او هر تن په مياشت کې لږ ترلږه ۱۰۰ ډالره افغانستان ته واستوي چې ځينې يې درې څلور هم استوي، نو دا په مياشت کې ۳۰۰ ميلیونه ډالر کېږي".

افغانستان ته د استول کېدونکو پيسو د اندازې د معلومولو په موخه مې جرمني کې د يو شمېر هغو شرکتونو سره چې د پيسو د استولو کارو بار کوي اړيکه و نيوله، خو د ناڅرگندو دليلونو له کبله حاضر نه شول چې په دې اړه را سره وغږېږي.

په لندن کې هم کابو ورته کېسه وه. خو پاى کې په دې وتوانېدم چې دغلته د شيرزي د پېسو د راکړې ورکړې له يو ه صراف بصير ستانکزي سره وغږېږم.

هغه وويل هره مياشت لندن کې مېشت افغانان تر څو ميلیونو پونډه پورې د دوى له لارې افغانستان ته خپلو کورنيو ته استوي.

"د شيرزي د پېسو د ادلون بدلون شرکت ۱۵۰۰۰افغانان دايمي مشتريان لري چې په دوامداره توگه افغانستان ته پېسې استوي. موږ په دې اړه ريکارډ لرو چې هر دغه افغان په مياشت کې ۷۰۰_ ۸۰۰ پونډه افغانستان ته لېږي چې د خپلو کورنيومالي ملاتړ وکړي "

د ښاغلي بصير په وينا په لندن کې د پيسو د راکړې ورکړې شاوخوا ۵۰ دغه ډول شرکتونه شته چې افغانان يې له لارې خپلو کورنيو ته پيسې استوي.

که په لوېديځ کې شته دغو کمپنیو له لارې افغانستان ته استول کېدونکې پيسې په پام کې ونيول شي، نو دغه پيسې تر هغې اندازې ډېرېږي چې د افغانستان د ماليې وزارت يې اټکل کړى دی.

که څه هم د يوه ټاکلي ميکانيزم د نه شتون له کبله افغان حکومت نه شي کولى د ميلياردونو ډالرو دغو پيسو نه ماليه ترلاسه کړي، خو له دې سره سره يو شمېر افغان اقتصاد پوهان وايي پر داسې مهال چې ٢٠١٤ کال کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو رپوټونو له خلکو سره اندېښې پيدا کړي دي، دا د افغانانو د اقتصادي ډاډمنتيا لپاره يو ښه خبر دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .