فاریاب کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي

د خپريدو وخت: 13:22 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

د فاریاب د مرکز، میمنې ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د ترافيکي پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي دي

د فاریاب د مرکز، میمنې ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د ترافيکي پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي دي. د دغه ښار د مرکزي روغتون مسوولین وايي، په تېرو ۱۰ میاشتو کې شاوخوا ۱۵۰۰ ترافيکي پېښې ثبت شوې دي.

په دې پېښو کې ډېر زیان هغو ماشومانو ته اوښتی، چې ښوونځيو ته پر لاره وو. د فاریاب د میمنې ښار اوسېدونکي د ترافیکو په ادره کې د اداري فساد شتون او د یوشمېر چارواکو له خوا د اکثر ترافیکي پېښود پټولولو له امله اندېښنه څرګندوي.

ویل کیږي، چې هره ورځ نژدې اته ترافيکي پېښې رامنځ ته کیږي چې ځاني او مالي زیانونه هم اړوي. د افغانستان په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازی ډاکټر نقیب الله فایق وايي، چې ځینې سیمه ييز چارواکي دا ډول پېښې پټوي.

د ده په وینا" په هغه ځای کې ډېری خلک د ډرایورۍ اسناد نه لري او د ترافیکو له خواهم اړین څار او کنترول نه شته. په ترافيکې پېښو سربېره نورې هرډول جنايي پېښې د یو شمېر سیمه یيزو چارواکو له خوا پټيږي. بل لور ته د فاریاب امنیه قومندانۍ هم د ترافیکو ریاست ته لیک استولی، چې ترافیکي چارواکي باید په دې برخه کې هېڅ ډول معلومات رسنیو ته ورنه کړي."

د میمنې په ښار کې تر ډېره حده له ریکشا او موټرسایکل نه د تګ راتګ لپاره کار اخېستل کیږي. خو ځینې وخت د مساپرو د لېږدولو لپاره بار وړونکي ګاډي هم کارول کیږي.

"د فاریاب امنیه قومندانۍ هم د ترافیکو ریاست ته لیک استولی، چې ترافیکي چارواکي باید په دې برخه کې هېڅ ډول معلومات رسنیو ته ورنه کړي."

ډاکټر نقیب الله فایق

په دغه ځای کې ډېر سرعت، د سړکونو خرابوالی، واټونو ته د کورونو نږدېوالی او د ترافیکو د پرسونل لږوالی د ترافيکې پېښو د ډېروالي لاملونه بلل شوي دي.

د افغان ترک د روغتون مشره فوزیه سلیمي هم مني، چې د تېرکال په پرتله ترافيکي پېښې ډېرې شوي دي.

"د تېر کال په پرتله پېښې ډېرې شوې دي. د جنوری له میاشتې راهیسې، چې ۱۰ میاشتې کیږي د میمنې د افغان ترک په ولایتي روغتون کې ۱۴۶۳ ترافيکي پېښې ثبت شوې دي. په منځنی کچه د ورځې نژدې شپږ ترافيکي پېښې ثبتيږي."

د میمنې د ترافيکو ریاست د ترافيکي پېښو ډېرېدل نه ردوي، خو وايي، چې ډېرېدل يي دومره هم نه دي، چې د اندېښنې وړ وبلل شي.

دغه ریاست د سړکونو د سور لږوالی او د ترافيکي قوانینو په اړه د خلکو د معلوماتو لږوالی د دغه ډول پېښو لاملونه بولي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .