د ډڼډ امنیه قومندان په یو نښته کې ووژل شو

د خپريدو وخت: 08:32 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

د نښتې پر مهال دولسوالۍ امنیه قومندان هم سیمه کې موجود ؤ.

دکندهار دامنیه قومندانې ویاند غورځنګ افریدی وایی، چې نن سهار ۹ بجې د ډڼډ ولسوالۍ امنیه قومندان رحمت الله خان په یوه نښته کې وژل شوی او د هغه ساتونکې ټپي شوې دی.

دهغه په خبره نن سهار وسلوالو کسانو دپنجوایي او ډڼډ ولسوالیو تر منځ دګورګانو پر یوه امنیتي پوسته برید کړې ؤ، چې وروسته نښته رامنځته شوه. هغه وایی چې ددغه نښتې پر مهال دولسوالۍ امنیه قومندان هم سیمه کې موجود ؤ.

دغورځنګ په خبره په دغه نښته کې څلورتنه وسلوال هم وژل شوي، چې مړي یې له پولیسو سره دي. وړاندي تر دې داسې راپورونه و، چې امنیه قومندان په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

"نن سهار یوه ډله وسله والو دپنجوایې او ډڼډ ولسوالیو تر منځ پر یوه امنیتې پوسته برید کړی و، چې د ډڼډ امنیه قومندان هم په هغه سیمه موجود و او د نښتې په بهیر کې ووژل شو. "

غورځنګ افریدی

ډنډ ولسوالۍ له کندهار ښار نه سویل لور ته په شپږ کیلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې په دا وروستیو کې یې امنیتي چارې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ملي امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې.

ډڼډ د کندهار یوه تر ټولو ارامه ولسوالي ده چې په تېرو دوو کلونو کې لومړی ځل دی چې دا ډول پيښه په کې رامنځ ته کیږي. وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

بل لور ته پرون کندهار ته په څېرمه سويلي ولايت هلمند کې سيمه ييز چارواکو وویل، چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې څلورو پولیسو پر خپلو څلورو نورو ملګرو ډزې کړي او وژلي یې دي.

د ګرشک امنيه قومندان توريالي وویل، چې د دغې ولسوالۍ شمال لورته په یوه امنيتي پوسته کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې څلور نوي پوليس دغې پوستې ته کومکې لیږل شوي وو.

دی وايي په پوسته کې مخکنيو څلورو پوليسو تازه دمه ورغلي څلور پوليس وژلي او پخپله په تېښته بريالي شوي دي. د ده د معلوماتو له مخې دغه پوليس تر اوسه نه دي نيول شوي، خو په تړاو يې پلټني رواني دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .