ملګرو ملتونو پر حقاني شبکې بندیزونه ولګول

د خپريدو وخت: 05:39 گرینویچ - سه شنبه 06 نومبر 2012 - 16 لړم 1391

د امریکا متحده ایالاتو د سږ کال په سپتمبر کې په حقاني شبکې بندیزونه ولګول.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا په سخت دریځي حقاني شبکې نړیوال بندیزونه لګولي دي.

د افغانستان لپاره د امنیت شورا کمیټۍ له حقاني شبکې سره سره د دې شبکې د ځانمرګو بریدونو د چارو پر مسوول قاري ذاکر هم بندیزونه لګولي دي.

د امنیت شورا له خوا پرحقاني شبکې او قاري ذاکر له بندیزونو لګېدو وروسته د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه اړ دي، چې د حقاني شبکې او قاري ذاکر مالي شتمنۍ کنګل کړي او له سفرونوسره سره یې د وسلې تر لاسه کولو مخه هم ونیسي.

د امریکا متحده ایالاتو د سږ کال په سپتمبر کې په حقاني شبکې بندیزونه لګولي وو.

دغه شبکه، چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې مرکزونه لري، په افغانستان کې پر دېره بهرنیو ځواکونو د څو خونړیو بریدونو مسووله بلل شوې ده.

ویل کیږي چې په پلازمېنه کابل کې په دا وروستیو کې په یو شمېر لویوبریدونو کې هم د دې شبکې کسانو لاس درلود.

"قاري ذاکر د لویو ځانمرګو بریدونو مسوول دی او نوموړي یو شمېر کسانو ته د کوچنۍ وسلې او هغو بمونو کارولو او جوړولو زده کړې ورکړې، چې په کورونو کې جوړیږي."

سوزن رایس

پاکستان دغه تورونه تل رد کړي، چې ګواکې له دې شبکې سره اړیکي لري.

د ملګرو ملتو له خوا پر حقاني شبکې له بندیزونو لګېدو وروسته په ملګرو ملتو کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې سوزن را یس وویل" د ملګرو ملتو له خوا پر حقاني شبکې له بندیزونو لګېدو جوته شوه، چې نړیواله ټولنه غواړي په افغانستان کې د حقاني شبکې د بریدونو کولو وړتیا له منځه یوسي."

د امریکا د استازې په وینا" قاري ذاکر د لویو ځانمرګو بریدونو مسوول دی او نوموړي یو شمېر کسانو ته د کوچنۍ وسلې او هغو بمونو کارولو او جوړولو زده کړې ورکړې، چې په کورونو کې جوړیږي."

د نوموړې په خبره هغو سخت دریځو چې له قاري ذاکر نه یې د جګړې زده کړه کړې وه، د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د نړیوالو ځواکونو پر دوو اډو بریدونه وکړل او همدا راز یې د ۲۰۱۱ کال کې د کابل په انټرکانټینینټل هوټل هم برید وکړ.

نوموړې زیاته کړه، هغو کسانو چې له د قاري ذاکر نه یې پوځي زده کړه کړې وه، د ۲۰۱۱ کال په سپتمبر کې په کابل کې د امریکا پر سفارت برید وکړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .