افغانستان: د معیوبه ماشومانو زېږېدل ډېر شوي

د خپريدو وخت: 12:14 گرینویچ - سه شنبه 06 نومبر 2012 - 16 لړم 1391

د ژوند له چاپیریال څخه په جګړو او وسلوالو نښتو کې کې دګټې اخستنې د مخنیوي لپاره د نومبر میاشتې شپږمه د نړیوالې ورځې په توګه ټاکل شوې ده.

افغان روغتیايي کارکوونکي وايي د چاپېریال د ککړتیا له امله په ناوړه شکل د ماشومانو زېږېدل په دې وروستیو کې زیات شوي دي.

په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو په دغه هېواد کې د ژوند چاپیریال ککړ کړی، خو د پرمختللو وسایلو د نشتوالي له امله د دغه زیان کچه په دقیقه توګه معلومه نه ده.

چارواکي وايي جګړې په افغانستان کې ان له ځمکې لاندې اوبه هم زیانمنې کړي دي. افغانستان هغه هېواد دی چې په کې د بشر په اوسني تاریخ کې له اوږدو او خونړیو جګړو څخه یوه دوام لري.

خو په دې موده کې له ترسره شویو څیړنو داسې ښکاري چې د جګړې هیڅ لوري د ژوند پر چاپیریال زړه نه دی سوځولی.

په غېر طبیعي شکل د ماشومانو زېږېدنه

په کابل کې د ملالۍ زېږنتون ډاکټره آمنه هاشمي وايي دوی هره اونۍ په ناوړه شکل د اتو ماشومانو د زېږېدو راپور تر لاسه کوي، چې یو ستر علت یې د ژوند د چاپیریال ککړتیا ده.

" د مور په ګیډه کې د ماشومانو د مړینۍ پیښې، او یا په غېر طبیعي شکل د ماشومانو زېږېدل، لکه د لاسونو نه لرل، د پښو لنډوالی غټ او یا وړوکی سر، دا ډول پیښې ډیرې زیاتې شوي دي، په ملالۍ زیږنتون کې په هرو شپږو ورځو کې په منځني ډول په غېر طبیعي بڼه د اتو ماشومانو د زېږېدلو راپور تر لاسه کوو، د دې پېښو علت مونږ ته نه معلومیږي، خو په نورو هېوادونو کې چې په دې اړه څېړنې شوي ښيي چې د دا ډول پیښو علت د یو شمېر نورو عواملو ترڅنګ د ژوند چاپیریال ککړتیا ده، او په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې چې زیاتې وسلې او باروت په کې کارول کیږي د دا ډول پیښو سبب کیږي."

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال غلام محمد ملکیار وايی په افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ چاودنې کیږي، او په افغانستان او سیمه کې یې د ژوند پرچاپیرال اغیز یو معلوم حقیقت دی.

"د دې اغیزو لپاره کولای شو د انسانانو مرګ ژوبله، ، معلولیت د ماشومانو غېر ‌طبیعي زېږېدنه، د نارینه و شنډیدل او ذهني او فزیکي نواقص د مثالونو په توګه یاد کړو. له او۷۰ لسیزې وروسته هرې انفرادي او ډله ییزې چاودنې چې په بیلابیلو ولایتونو کې شوي دي نه یواځې یورانیوم بلکې ډول ، ډول ګازونو ، هوا، خاوره ، سطحي او له ځمکې لاندې اوبه ککړې کړي دي."

خو ښاغلی ملکیار زیاتوي چې د پر مختللو وسایلو د نشتوالي له امله دوی نه دي توانیدلي چې په دقیق ډول دا معلومه کړي چې د ژوند چاپیریال د جګړو له امله څومره اغیزمن شوی دی.

چارواکي وايي جګړې په افغانستان کې ان له ځمکې لاندې اوبه هم زیانمنې کړي دي.

ځنګلونه چې په یوه هیواد کې ملي پانګه بلل کیږي، د ژوند چاپیریال په پاک ساتلو کې لویه ونډه لري او چاپیریال ته ښکلا وربښي د جګړو له اغیزې لرې نه دي پاتې، په تیرو نږدې څلورو لسیزو کې د افغانستان د ځنګلونو له نیمايی زیاته برخه له منځه تللې چې جګړه یې له لویو علتونو څخه یوه ده.

د نړیوالو اړیکو په برخه کې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مرستیال عبد الولي مدقق بي بي سي ته وویل که په افغانستان کې د ځنګلونو وهلو وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، کیدای شي افغانستان له ځنګلونو بې برخې شي.

"د مور په ګیډه کې د ماشومانو د مړینۍ پیښې، او یا په غېر طبیعي شکل د ماشومانو زېږېدل، لکه د لاسونو نه لرل، د پښو لنډوالی غټ او یا وړوکی سر، دا ډول پیښې ډیرې زیاتې شوي دي، په ملالۍ زیږنتون کې په هرو شپږو ورځو کې په منځني ډول په غېر طبیعي بڼه د اتو ماشومانو د زېږېدلو راپور تر لاسه کوو"

ډاکټره آمنه هاشمي

" هغه انځورونه چې د سپوږمکیو په واسطه اخستل شوی، ښيي چې په ختیځو ولایتونو کې مونږ د خپلو طبیعي ځنګلونو له ۵۰ سلنې زیاته برخه له لاسه ورکړي دي ، په شمال ، شمال ختیځ او شمال لویدیځ کې د پستې ځنګلونو له ۶۰ سلنې زیاته له منځه تللې ده، متاسفانه په تیرو درې لسیزو کې زمونږ ځنګلونو تر بمبار لاندې راغلي، زمونږ د ځنګلو په یوه برخه کې اورونه لګیدلي دي، ددې په ترڅ کې ځینې بهرني لاسونه هم راغځیدلي او زمونږ له طبیعي ځنګلونه یي ناروا ګټه اخېستې."

د یوې څیړنې له مخې په افغانستان کې په روانه جګړه کې یورانیم کارول شوي دي. په کاناډا کې د یورانیم، د طبي څېړنو د مرکز له خوا په ۲۰۰۳ کال کې د جلال اباد ، تورې بوړې، کابل او مزار شریف د ۱۷ اوسیدونکو په بدن کې د یورانیم د شتون په اړه څیړنه وشوه.

د دې څیړنې پایلې ښيي چې په متوسط ډول د دغو کسانو په هر لیترمتیازو کې ۳۱۵.۵ نانوګرام یورانیم شته، په داسې حال کې چې پر درې نورو افغانانو چې له جګړې اغیز من نه و ترسره شوې څیړنې ښيي چې یاده کچه یې یواځې ۹.۴ نانوګرامه وه.

د ژوند له چاپیریال څخه په جګړو او وسلوالو نښتو کې کې دګټې اخستنې د مخنیوي لپاره د نومبر میاشتې شپږمه د نړیوالې ورځې په توګه ټاکل شوې ده.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې دغه ورځ په نړۍ کې لمانځل کیږي. د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام د معلوماتو له مخې په تیرو ۶۰ کلونو کې ۴۰ سلنه کورنۍ جګړې د ‌طبیعي سرچینو پر سر رامنځته شوې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .