په څرخي پله زندان کې نشيي توکي کارول کیږي

د خپريدو وخت: 13:06 گرینویچ - چارشنبه 07 نومبر 2012 - 17 لړم 1391

د افغانستان د زندانونو مشر جنرال امير محمد جمشيد هم ومنله چې په څرخي پله زندان کې روږدي کسان نشيي توکي کاروي.

يو شمېر خلک وايي له يوۀ پلوه که زندان د کړاو ځاى دى، نو بل پلو يو روزنځى هم دى چې زندانيان په کې د نشيي توکيو او نورو ناوړو بوختياوو څخه ژغورل کيږي.

خو د افغانستان په څرخي پله زندان کې حالت بل راز دى.

نه يوازې دا چې روږدي کسان په کې له روږديتوبه نه ژغورل کيږي، بلکې روغ رمټ ورغلي زندانيان هم په کې په هيروينو، اپينو، چرسو او نورو نشو روږدي کيږي.

د کابل د څرخي پله زندان روغتيايي څانگې ته ورغليو يو شمېر روږد زندانيانو بي بي سي ته و ويل چې دوى دننه په زندان کې په نشو روږدي شوي دي. له دوی نه يوۀ تن داسې وویل.

"خراب شو نو، په زندان کې خراب شو، زندان له نشيي توکيو ډک دى په کيلو کيلو موندل کيږي څومره دې چې په کار وي پيدا کيږي، خو چې پيسې درسره وي، زه هم په زندان کې په هيروينو روږدى شوى يم، دا نشيي توکي ملاقاتيان او پوليس راوړي ، که خپله پوليس په کې ښکيل نه وي، څوک يې راوړي، اوۀ تړلې دروازې دي، پر کومه لاره راځي که پيسې ورکړي د نشيي توکيو ډکه لارۍ هم راليږدولاى شې"

د څرخي پلۀ په روغتيايي مرکز کې پر دنده بوخت ډاکټر چې د خپل نوم له خپرولو يې ډډه کوله ومنله چې لږ شمير روږدي کسان له بهر چاپيرياله روږدي راليږديدلي او ډير شمير په زندان کې دننه روږدي شوي دي.

نوموړي د روږدو زندانيانو ټوليزه شميره په گوته نه کړه خو دايي وويل چې په ټولو روږدو کسانو کې ۱۵۰ تنه يې داسې دي چې د ستنو لگولو له لارې نشه کوي.

د افغانستان د زندانونو مشر جنرال امير محمد جمشيد هم ومنله چې په څرخي پله زندان کې روږدي کسان نشيي توکي کاروي خو وايي دا ورته ناشونې ده، چې زندان ته د نشيي توکيو ليږد په بشپړ ډول بند کړي.

هغه د زندانيانو ښځينه ملاقاتيانې او ماشومان تورن کړل چې گواکې خپلو بنديانو ته نشيي توکي ليږدوي.

"د نشيي توکيو په ليږد کې پوليس نه دي ښکيل بلکې دا هر څه زندانيان تر سره کوي."

سردار محمد سلطاني

روږدي زندانيان پوليس هم تورنوي، خو د څرخي پله د زندان مشر مل پاسوال سردار محمد سلطاني دا تور بې بنسټه وبالۀ، نوموړي وويل چې په وروستيو کې يې د نشيي توکيو د کارونې په تور يو شمير زندانيان څارنوالۍ ته هم ورپېژندلي دي.

ښاغلي سلطاني وويل چې د نشيي توکيو په ليږد کې پوليس نه دي ښکيل بلکې دا هر څه زندانيان تر سره کوي، خو دا يې ونه ويل چې زندانيان خو به دننه په زندان کې نشه کوي يا به نشيي توکي پلوري، له بهره يې څوک ورليږدوي.

د مشرانو جرگې اندېښنه

د افغانستان د مشرانو جرگې د شکايتونو اوريدو کميسیون هم تېره مياشت د افغانستان په زندانونو کې د روږدو کسانو په ډيريدو ژوره اندېښنه ښوولې وه.

د افغانستان د زندانونو مشر امير محمد جمشيد هم د پوښتنو ځوابولو لپاره ورغوښتل شوى و.

هغه منلې وه چې دا ستونزه شته خو ويلي وو چې د نشيي توکيو د موندلو وسمهالي څار توکي نه لري چې دا ستونزه په بشپړ ډول غوڅه کړي.

د افغانستان د زندانونو مشر په روغتيا وزارت هم نيوکه کړې وه او ويلي يې وو چې تر اوسه يې زندان ته ايله پنځه لس بسترونه ور ليږدولي. خو په وينا يې تر دې مهاله يې د يوه روږدي زنداني درملنه هم نه ده کړې.

ښاغلي جمشيد ويلي وو چې دوى وسمهال د درملنې په توگه په روږدو کسانو اوبه اچوي او له نشيي توکيو يې ژغوري. يانې بلې روغتيايي اسانتيا ته لاس رسى نه لري

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .