افغانستان کې چاودنو ''۱۸ کسان وژلي''

د خپريدو وخت: 08:18 گرینویچ - پنجشنبه 08 نومبر 2012 - 18 لړم 1391

د هلمند په چاودنه کې یو ماشوم، دوې ښځې او درې سړي هم ټپیان شوي.

افغان چارواکو ویلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو د لسو ولسي وګړو په ګډون لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

دغه کسان په درو جلا پېښو او چاودنو کې وژل شوي، چې لومړۍ هغه یې په هلمند ولایت کې وه.

د هلمند امنیه قومندانۍ ویاند فرید احمد فرهنګ وايي، پېښه نن سهار (پنجشنبه/ نومبر اتمه) د موسی کلا ولسوالۍ په سوزني سیمه کې شوې ده.

ښاغلی فرهنګ زیاتوي، چې د ولسي وګړو ګاډی په یاده سیمه کې پر ماین وربرابر شوی دی.

د لسو وژل شوو ولسي وګړو له منځه یې ښځې او ماشومان هم دي.

ویل کېږي چې دغه کسان په یوه ګاډي کې د خوښۍ مراسمو لپاره روان وو.

بل خوا، په ختيځ لغمان ولایت کې چاودنې لږترلږه د ملي اردو پنځه سرتېري وژلي دي.

د لغمان ولایتي ویاند سرحدي ځواک وايي، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د لومړۍ لوا ددویم کنډک یو اکمالاتي کتار په باد پښ ولسوالۍ کې د تېرېدو په حال کې و چې د سړک غاړې ماین پرې وچاودېد.

وايي پېښه د تودې چینې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

همدارنګه، په سوېلي کندهار ولایت کې چاودنې درې پولیس وژلي دي.

اورپکي په پرله پسې توګه په افغانستان کې امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

طالب اورپکي په سوېلي ولایتونو کې وخت ناوخت بریدونه کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .