حصارک مجله

د خپريدو وخت: 11:28 گرینویچ - پنجشنبه 08 نومبر 2012 - 18 لړم 1391

د حصارک مجلې پر لومړۍ پښتۍ د ننگرهار ولايت د حصارک د ښکلې او شاعرانه سيمې يو سمسور انځور تر سترگو کيږي.

د ننگرهار له حصارک ولسوالۍ نه د خپريدونکې مهالنۍ مجلې درېيمه گڼه نوې نوې د چاپ په گاڼه پسولل شوې ده.

په دغه مجله کې د پير محمد کاروان، فدا محمد فايض، ناجيه نجات او نورو گڼو پېژندل شويو ليکوالو ليکنې راغلي دي، خو د شاعرۍ برخه يې هم نه ده هيره کړې.

د حصارک مجلې پر لومړۍ پښتۍ د ننگرهار ولايت د حصارک د ښکلې او شاعرانه سيمې يو سمسور انځور تر سترگو کېږي.

هو يو بزگر د شنو غنمو په کرونده کې ولاړ دى او يو گېډۍ شنه بوټي يې په لاسونو کې ليدل کېږي چې دا هرڅه کتونکي د خيال په وزرو دغې شاعرانه سيمې ته ور بولي او د هغې رنگ او خوشبويي پرې احساسوي.

غنم که يو ښکلی پيغام ورکوي د پښتۍ په بله څنډه يو منگى انځور شوى او يو غزل ور سره ورکړل شوې چې دوه بيتونه يې داسې دي.

زه د هغې جينۍ لالى پاتې يم

ملگرو ځکه خو زلمى پاتې يم

هغه جينۍ شهيده شوې ده اوس

نښه يې زه لکه منگى پاتې يم

د مجلې په لومړۍ ليکنه کې مصطفى سالک د زلمي شاعر طاهر ځلاند په رنگينه شاعرۍ کې د فلسفي او ارو اپوهنې په ارزښتونو پسې څراغ گرځولى.

سالک ليکي چې د طاهر ځلاند په شاعرۍ کې د بېلا بېلو فلسفو څرکونه تر سترگو کېږي، ليکي چې د وجوديت د فلسفې منونکي وايي انسان تعريف نه لري.

او دليل يې دا دى چې گواکې انسان دا نه دى چې دى، بلکې انسان هغه څه دى چې کېدى شي پر دې بنسټ هر ځل چې موږ له ځان سره مخامېږو له يوه نوي انسان سره مخامخېږو ليکوال د شاعر په دغه بيت کې د همدغه اند ټوليزه پايله ويني.

په يو نوي کيفيت باندې بيا مست يم

بيا مې ځان سره يو نوى ملاقات دى.

شاعر او ليکوال پير محمد کاروان د داستان ليکونکي نصير احمدي پر لنډو کيسو او ناولونو ليکنه کړې ده.

"عشق چې نوم د سر د ټيټيدو شو موږ نه پاتې شو حسن دې جانانه د کوڅو شو موږ نه پاتې شو."

ښاغلي کاروان د ښاغلي احمدي د کيسو ژبه، دڅېرو جوړونه او د کيسو پلاټونه ستايلي خو استدلال يې کړى چې د ليکوال رڼا نومې ناول ناول نه بلکې اوږده لنډه کيسه ده.

هغه کښلي چې د دغه ناول کيسه يو څه لنډه ده،څېرې يې هم د لنډې کيسې په څېر د گوتو په شمار دي او پېښه هم ايله په يوه کلي کې شوې ده.

"افغانستان بيا هم يوه انقلاب ته سترگې پر لاره دى"، دا د فدا محمد فايض ليکنه ده چې د مجلې مينه وال يې لوستلاى شي.

ليکوال او خبريال حفيظ الله معروف خپلې ليکنې ته سرليک ټاکلى چې "دلته ولسواکي نه چلېږي".

محمد انور اندړ بيا په يوه ليکنه کې پر عامه افکارو د جگړې د ناوړه اغېزو د څېړلو هڅه کړې ده.

په مجله کې د ليکوال او خبريال ابراهيم اميري او ناجيه نجات دوه نکلونه هم راغلي دي.

نعمت الله کرياب بيا په کونړ کې د ياغي سیند له شتون سره سره تيارې ژړلې دي او پوهنتوني استاد ببرک مياخيل د يوه بل استاد شاعر فضل ولي ناگار د شاعرۍ رنگونه شنلي دي.

د حسن اختتام په هيله به دا کتنه هم د ښاغلي ناگار په يوه بيت پاى ته ورسوو.

عشق چې نوم د سر د ټيټيدو شو موږ نه پاتې شو

حسن دې جانانه د کوڅو شو موږ نه پاتې شو.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .