نیمروز والي: ایران پر افغان خاوره توغندي ویشتلي

د خپريدو وخت: 06:28 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391
نیمروز

د تېر کال په اکتوبر کې د نیمروز چارواکو ویلي وو، چې د ایران له لوري د افغانستان پر سرحدي سیمې اته توغندي لګېدلي دي.

د افغانستان په لوېديځ کې د نیمروز چارواکو ویلي، چې د ایران له لوري پر افغان خاوره ځینې توغندي لګېدلي دي.

د نیمروز والي بي بي سي ته وویل، چې دغه توغندې د تېرې چارشنبې په ورځ (نومبر ۷) پر سرحدي سیمه رباط لګېدلي دي.

د نیمروز والي محمد سرور ثبات وویل، دغه توغندي د چارشنبې ورځې د ماسپښین له څلورو بجو د شپې تر ۱۲ بجو پورې توغول شوي دي.

دی وايي چې توغندي یوې سرحدي ایرانۍ پوستې ویشتلي دي.

ښاغلی ثبات زیاتوي، که څه هم توغول شوو توغندیو مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو ګاډو ته یې زیان اړولی او په خلکو کې یې وېره خپره کړې ده.

د نیمروز والي دا هم وویل چې د برید په تړاو د سرحدي پولیسو افغان قومندان د ایران له سرحدي پولیسي چارواکو سره خبرې کړې، خو ایراني سرحدي ساتونکو ویلي چې دوی دا مهال په سرحد کې پر پوځي روزنې بوخت دي.

ایراني ساتونکو دا هم ویلي، ودې شي چې ددوی ازمایشي توغندي د افغانستان خاورې ته اوښتي وي، خو دا کار په قصدي ډول نه دی شوی.

د نیمروز والي زیاتوي، ایرانیانو ویلي چې ددې پېښې په تړاو به لانورې پلټنې وکړي، او سیمې ته به یو پلاوی هم واستوي.

د افغانستان له لوري هم سیمې ته یو پلټونکی پلاوی تلونکی دی.

په تېر کې افغان چارواکو د ایران له لوري پر افغان خاوره د ورته توغندیو له اړخه اندېښنه ښودلې وه، چې په لړ کې یې د دواړو سرحدي ځواکونو ترمنځ ډزې هم تبادله شوې وې.

د تېر کال په اکتوبر کې د نیمروز چارواکو ویلي وو، چې د ایران له لوري د افغانستان پر سرحدي سیمې اته توغندي لګېدلي دي.

افغان چارواکو هغه مهال ویلي وو چې دغه پېښه وروسته تر هغه شوې، چې افغان سرحدي پولیسو د ایران – افغانستان په یوه شخړمنه سیمه کې د ایراني ساتونکو د څارنې د یوې پوستې د جوړېدو مخه ونیوله.

د نیمروز امنیه قومندان جبار پردلي هغه مهال ویلي وو چې د ویشتل شوو توغندیو هدف عمدتاً د عبدالرحمن او خواجه عبدالرحمن لوېديځې لارې دي.

نوموړي زیاته کړې ده، چې ددغې سیمې د مالکیت په تړاو له ډېرو کالو راهیسې د افغانستان او ایران ترمنځ لانجه ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .