لا هم د بشري حقونو کمېسیون برخلیک نامعلوم دی

د خپريدو وخت: 13:23 گرینویچ - شنبه‬ 10 نومبر 2012 - 20 لړم 1391

سیما سمر له تېرو لسو کلونو راهیسې د بشري حقونو د کمېسیون مشره پاتې شوې.

د افغانستان د بشري حقونو دکمېسیون غړي له ۱۰ میاشو راهیسې پر داسې مهال خپل کار روان ساتي، چې نه د دغه کمېسیون د مشرې او نه یې د کمېشنرانو برخلیک معلوم دی.

د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، د ولسمشر کرزي او د بشري حقونو د کمېسیون دمشرې سیما سمر ترمنځ د نویو کمېشنرانو د ټاکل کیدو پر سر ناندرۍ د دې لامل شوې، چې د دغه کمېسیون دغړو ټاکل کیدل وځنډول شي.

دغې سرچینې وویل، مېرمن سمر له هغو ځینو کمېشنرانو سره چې ولسمشر کرزي د بشري حقونو کمېسیون ته دغړو په توګه ور پیژندلي، راضي نه ده او له همدې امله تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې.

سرچینې دارنګه وویل، د بشري حقونو د کمېسیون مشره له هغې غوڼدې د اعتراض په ډول ووته، چې ولسمشر کرزي په کې د بشري حقونو کمېسیون ته د نویو غړو د ورپېژندلو یادونه وکړه.

د دې سرچینې په وینا اوس په ارګ کې ځینې کړۍ هڅه کوي، د سیما سمر، چې له تېرو ۱۰کلونو راهیسې د بشري حقونو د کمېسیون مشره ده، او د ولسمشر کرزي ترمنځ د نویو کمېشنرانو پر سر جوړ جاړی وکړي.

خو پوښتنه دا ده، چې د بشري حقونو د کمېسیون د غړو په ټاکل کېدو کې، د ځنډ رامنځ ته کیدو، د دغه کمېسیون پر کارونو څومره منفي اغیز کړی دی.

همدغه پوښتنه مې دبشري حقونو د کمېسیون د یوه غړي محمد فرید حمیدي مخې ته کېښو ده، نو ځواب یې داسې و، چې

"د دې کمېسیون د کمیشنرانو د ټاکل کیدو ځنډېدل به زما په فکر د کمېسیون نړیوال او ملي اعتبار ته زیان ورسوي. که هر څومره دغه ستونزه ژر حل شي، هغومره پر بشري حقونو ښه اغیز وکړي"

خو دغه اغیز یواځې د بشري حقونو تر مرکزي دفتر پورې محدود نه دی. د بشري حقونو دکمېسیون ځینې ولایتي چارواکي وايي، چې د کمېسیون نا څرګند برخلیک د دې لامل شوی، چې د دوی کارونه هم ټکني شي. په جنوبي حوزه کې دبشري حقونو د کمېسیون غړي، شمس الدین تنویروايي، چې "که کمېسیون په تعلیق حالت کې وي، ستونزې راپورته کوي، قاطع پرېکړه نه شي کولای او دغه کار پر ولایتونو هم اغیز کوي"

د حقوق پوهانو غبرګون

یو شمېر حقوقي کارپوهان په دې باور دي، له هغه مهاله چې د بشري حقونو کمېسیون دغړو پنځه کلنه دوره پای ته رسیدلې، د کمیسیون دنده ناقانونه ده.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مشر عبدالستار سعادت وايي، له ټاکلې مودې وروسته د کمېسیون دغړو کاري موده وار له مخه پای ته رسیږي. "د کمېسیون غړي موقوتې دندې لري او پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي، کله چې دغه وخت پای ته ورسیږي، په اتومات ډول دوی له دندو لرې کیږي، نه معاش اخیستلی شي او فعالیتونه یې اجرایوي ضمانت لري. نو د دوی شتون ناقانونه دی. "

خو د بشري حقونو دکمېسیون غړی ښاغلی حمیدي وايي، تر هغې چې ولسمشر نوي غړي کمیسیون ته نه وي ور پيژندلي، پخواني کمېشنران خپلو دندو ته دوام ورکولای شي." تر هغه وخته، چې جمهورییس د نويو کمېشنرانو په اړه رسمي حکم نه وي کړي او پریکړه یې نه وي کړې، کمېسیون خپلې دندې مخ ته بیولی شي"

"تر هغه وخته، چې جمهورییس د نويو کمېشنرانو په اړه رسمي حکم نه وي کړي او پریکړه یې نه وي کړې، کمېسیون خپلې دندې مخ ته بیولی شي"

محمد فرید حمیدي

په همدې حال کې دافغانستان د مدني ټولنې غړي اندېښنه لري، چې دبشري حقونو کمېسیون دغړو په ټاکنه کې ولسمشر کرزی له مصلحتونو کار اخلي او له همدې امله د کمېسیون دغړو ټاکنه ځنډیدلې ده.

د افغانستان دمدني ټولنې د همغږۍ جرګې مشر، عبدالرحمان هوتکي وايي نژدې ۱۰ میاشتې وړاندې یې ولسمشر کرزي ته د هغو کسانو نوملړ وړاندې کړی و، چې د بشري حقونو دکمېسیون غړي ترې غوره کړي خو وايي تر اوسه یې ځواب نه دی موندلی." موږ نږ دې ۱۰ میاشتې وړاندې یو ۳۵ کسیز لست ولسمشر ته وړاندې کړی، خو تر اوسه پورې ولسمشر په دې اړه هیڅ پریکړه نه ده کړې، چې دا د بشري حقونو دفعالانو او دمدني ټولنو لپاره لویه اندېښنه ده"

د افغانستان دمدني ټولنې ترڅنګ د بشري حقونو د څار امریکا میشتې ډلې هم له ولسمشر کرزي نه غوښتنه کړې ، چې د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون نوي غړې وټاکي، خو لا هم معلومه نه ده، چې ولسمشر کرزی به څه وخت د دغه کمیسیون غړي وټاکي.

د بشري حقونو کیمسیون نهه غړي لري او دیوې پنځه کلنې دورې لپاره د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي. دغه غړي چې د دوهمې دورې لپاره هم ټاکل کیدای شي په خپلواک ډول کار کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .