مرکزي ولایتونه د کابل- هرات نوې لار غواړي

د خپريدو وخت: 18:22 گرینویچ - شنبه‬ 10 نومبر 2012 - 20 لړم 1391

د کابل-هرات لویه لار ۷۰۵ کیلومتره اوږد والي لري چې د جوړولو لپاره یې ۴۵۰ میلیونه ډالر په کار دي.

د افغانستان د مرکزي ولایتونو لسګونه اوسېدونکي د ملي شورا مخې ته راټول شوي وو او له ولسي استازو یې غوښتنه کوله، چې د راتلونکي کال په بودجه کې دې له مرکزي ولایتونو نه د کابل- هرات د لویې لارې د جوړولو پیسې شاملې کړي.

لاریون کوونکو ویل، د ۱۳۹۲ کال په بودجه کې باید انډول په پام کې ونیول شي او د لرو پرتو سیمو لپاره باید ډېره برخه ورکړل شي.

د افغانستان مالیې وزارت تېره اوونۍ د ۱۳۹۲ کال بودجه د تصویب لپاره مشرانو جرګې ته وړاندې کړه.

په همدې حال کې د فواعد عامې وزارت وايي، د دغې لویې لارې د ډیزان کارونه مخ په بشپړېدو دي او د یوې برخې د جوړونې کار یې هم روان دی او د نورو برخو د جوړونې لپاره یې یو شمېر هېوادونو د مرستې ټټر وهلی دی.

تر اوسه د ۱۳۹۲ کال مالي بودجه نه ده تصویب شوې خو مسوده یې تېره اوونۍ د مالیې وزارت له خوا مشرانو جرګې ته وړاندې شوه.

په داسې حال کې، چې د راتلونکي کال مالي بودجه لا نه ده تصویب شوې، خو د لرو پروتو او د درېیمه درجه ولایتونو اوسېدونکي د بودجې د انډول په اړه اندېښنه لري.

د غور، بامیان او ډایکڼدي ولایتونو لسګونه اوسېدونکي کابل ته راغلي وو او د ملي شورا د ودانۍ په مخکې یې لاریون وکړ.

دوی د افغانستان له ملي شورا غوښتنه کوله، چې د بودجې په تصويب کې د دوی غوښتنې په پام کې ونیسي.

د دغه ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي له ملي شورا او افغان حکومته غواړي چې د ۱۳۹۲ کال په بودجه کې دې د کابل هرات د لویې لارې لګښت چې دغه ولایتونه سره نښلوي په پام کې ونیسي.

په ولسي جرګه کې د غور استازې رقیه نایل وايي، تر هغه چې حکومت د دغې طرحې د پلي کولو لپاره یوه ځانګړې اندازه پیسې چې هر کال له ۵۰ میلیونو ډالرو کمې نه وي، بېلې نه کړي، د مرکزي ولایتونو استازي به د ۱۳۹۲ کال بودجې طرحه تایید نه کړي:

"د یوې ولسي استازې په توګه وایم، ښاغلی ولسمشر، د ولسي جرګې مشر، او هغه ښاغلو چې واک په لاس کې لرئ، تر هغه چې د دغه سړک د جوړونې پیسې د روان کال په بودجه کې شاملې نشي، موږ به د دې بودجې د تایید لپاره رای ورنه کړو."

خو د افغانستان د فواعد عامې وزارت مرستیال احمد شاه وحید بي بي سي ته وویل، د دغې لویې لارې ډیزاین مخ په بشپړېدو دی او جاپان او ایټالیا یې د یوې برخې د جوړونې لپاره د مرستې ژمنه کړې ده.

د کابل-هرات لویه لار ۷۰۵ کیلومتره اوږد والي لري چې د جوړولو لپاره یې ۴۵۰ میلیونه ډالر په کار دي.

د مرکزي ولایتونو اوسېدونکي درې ورځې وروسته له هغې د راتلونکي کال په بودجه کې د انډول غوښتنه کوي چې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال په عمومي غونډه کې له مالیې وزارته و غوښتل چې په بودجه کې دې د ټولو ولایتونو لپاره انډول په پام کې ونیسي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .