هلمند کې افغان پوځي یو برتانوی سرتېری وژلی

د خپريدو وخت: 18:04 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

له ناټو سرمنشي سره د بي بي سي پښتو مرکه

د ناټو د پوځي ټلوالې مشر اندريس فو راسموسن سره د پاکستان له لوري د افغانستان پرځينو ولايتونو د توغنديزو بريدونو، د عسکرو خپل منځي بریدونو او د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو ونډه په اړه ځانګړې مرکه.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د هلمند ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان برید جنرال سعد ملوک وایی یوه افغان پوځې يې یو برتانوی پوځې په ډزو سره وژلې او د یو بل برتانوې پوځې په ګدون خپله بریدکونکې هم په ځوابي ډزو کې ټپي شوی دی.

ښاغلې سعدملوک وایی چې پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د افغان پوځې او د یوه بهرنې سرتېری تر منځ شخړه رامنځته شوه.

ایساف هم منلې چې یوسرتیری یی د یوه افغان پوځي له خوا وژل شوی، خو په اړه یې ډېر څه نه دي ویلي.

دغه پېښه نن (یکشنبه د نومبر ۱۱مه) ناوخته دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په ډي ار ټي (د ولسوالیو د بیا رغونې) په یوه مرکز کې رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې په بادغیس ولایت کې هم د ملي اردو او ایساف سرتېرو ترمنځ نښته کې د دواړو خواو یو یو سرتېری ټپی شوی و.

که څه هم دافغان پوځیانو له خوا پر خپلو بهرنیو ملګرو بریدونه څه نوې خبره نه ده ،خو ډیر افغانان د دغه ډول بریدونو اصلې لامل په افغانې کلتور باندې دبهرنیو پوځیانو نه پوهاوی بولي.

دافغانستان په سویلې ولایتونو کې که څه هم ددغه ډول بریدونو وروسته طالبان دهغه د ترسره کولو ادعا کوې، خو ډېر کله افغان پوځیان په دغه سیمه کې د توهینونکو خبرو وروسته دغه ډول بریدونو ته اړوځي چې ډیرکله په دغه ډول بریدونو کې یا خو بریدکونکي وژل کېږې او یاهم دبهرنیو سرتیرو له خوا ژوندي نیول کیږې .

د روان کال راهیسې د خپل منځي بریدونو لړۍ زیاته شوې چې له امله یې شاوخوا ۵۷ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو بریدونه- ۲۰۱۲

  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۵

    د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس څلور ایساف سرتېري په ډزو ووژل او برید کوونکی هم په ځوابي ډزو ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۶

    د افغانستان سوېلي ولایت زابل په میزانې ولسوالۍ کې یوه ملي پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې، او څلور یې ور وژلي دي.
  • ۲۰۱۲، اګست ۳۰

    درې استرالیايي سرتېري د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي په اروزګان ولایت کې ووژل. دغو استرالیايي سرتېرو په یوه اډه کې ډډه اچولې وه، چې ډزې پرې وشوې.
  • ۲۰۱۲، اګست ۲۷

    افغان سرتېري دوه ناټو سرتېري د ختيځ لغمان ولایت په یوه لیرې سیمه کې په ډزو ووژل. دغه پوځیان د ګزمې په حال کې و.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۷

    یوه سیمه ییز افغان پولیس په فراه ولایت کې دوه امریکايي پوځيان د افغان ځواکونو په یوه اډه کې د پوځي روزنې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۰

    یوه افغان پولیس درې سمندري امریکايي پوځيان په هلمند ولایت کې د غرمنۍ پرمهال په ډزو ووژل. دوی د امنیتي وضعیت د بحث په اړه یوې غرمنۍ ته بلل شوي و.
  • ۲۰۱۲، جولای ۲

    یوه سرحدي افغان پولیس درې برتانوي پوځيان په سوېلي ولایت هلمند کې د قومي مشرانو د ناستې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، مې ۱۱

    یوه افغان امریکايي ساتونکي د کونړ په یوه پوځي اډه کې امریکایی سرتېری وواژه، او بیا په تېښته بریالی شو.
  • ۲۰۱۲، اپریل ۲۵

    یوه افغان ځانګړي پوځي یو امریکایی سلاکار او د هغه ژباړن په کندهار ولایت کې تر یوې لفظي شخړې وروسته ووژل.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۳۰

    افغان پولیس په ختيځ کې یو بهرنی ملګری په ډزو وواژه او بیا د پولیسو په یوه ګاډي کې له وسلو سره وتښتېد.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۲۷

    افغان امنیتي سرتېرو درې بهرني سرتېري، چې دوه په کې برتانویان و، د هېواد په ختيځ کې د یوې پوځي اډې په عمومي دروازه کې په ډزو ووژل. یو بهرنی عسکر د پکتیکا ولایت په یوه تالاشۍ کې ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۴

    دوه امریکايي سرتېري (پوځي سلاکاران) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننه په کابل کې په ډزو ووژل شول. د برید پړه طالبانو پرغاړه واخیسته.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۰

    یوه افغان پولیس یو البانیایی سرتېري د کندهار په سپین بولدک کې په ډزو وواژه، چې چارواکو یې په تور یوولس شکمن سرتېري ونیول.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۱

    د افغان ملي اردو یوه سرتېري د ناټو یو سرتېری په سوېل کې په ډزو وواژه.
  • ۲۰۱۲، جنوري ۲۰

    یوه افغان سرتېري څلور فرانسوي عسکر د کابل په شمال ختيځ کې په ډزو ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .