د افغانستان شمال کې امنیتي پېشې ډېرې شوې دي

د خپريدو وخت: 07:24 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

په فاریاب کې وروستی ځانمرګی برید، د څو مخورو وژنه او په سرپل او جوزجان کې د ځینو ترهګریزو ډلو نیول کېدل په دې سیمو کې وروستۍ پېښې دي .

د افغانستان شمالي کې، چې د امنیت له پلوه د دغه هېواد تر ټولو ارامه سیمه بلل کیږي، په دې وروستیو کې په کې د ترهګریزو فعالیتونو د ډېرېدو له کبله خلک اندېښمن دي.

فاریاب کې وروستی ځانمرګی برید چې لسهاوو کسان په کې ووژل شول، د څو مخورو وژنه او په سرپل او جوزجان کې د ځینو ترهګریزو ډلو نیول کېدل په دې سیمو کې وروستۍ پېښې دي.

د دې ولایتونو اوسیدونکو په خپلو سیمو کې د حکومت د مخالفینو د فعالیتونو د ډېرېدو له کبله اندېښنه ښودلې، خو سیمه ییز چارواکي هم د دغه ډول فعالیتونو ډیروالی نه ردوي.

زموږ همکار حبیب الرحمن قویاش د افغانستان شمال ته په خپل وروستي سفر کې د ځايي خلکو د اندېښنو پر بنسټ رپوټ چمتو کړی، چې په کې لیکي، د بلخ له دروازې تر وتلو وروسته د جوزجان لوري ته ورغلم .

پام مې دهغو لارو ا منیت ته واوښت چې تر شبرغان پوري ورځي. له دې ښاره نورې لاري چې فاریاب او سرپل ته غځیږي ، امنیت یې زما پام ځان ته واړوه.

په دې لارو کې ډیرې امنیتي پوستې جوړې شوې او د پولیسو ګزمې هم تر سترګو کیږي. دا هغه څه دي چې تر دې وړاندي به دلته نه لیدل کیدل. د جوزجان، سرپل او فاریاب اوسیدونکو سره د خبرو پر مهال جوته شوه چې دوی د امنیت نشتوالي اندېښمن کړي دي.

د جوزجان د فیض آباد ولسوالۍ یو اوسیدونکی باز محمد وایي په دې ولسوالۍ کې له دې کبله چې د بلخ له دولت آباد سره په ګاونډ کې پرته ده، ځیني وختونه نامعلوم وسلوال پرپوستو بریدونه کوي او د سیمې مخور وژني.

"په لرې پرتو سیمو کې طالبان حضور لري. دوی څو ورځي دمخه د سیمیزو پولیسو له کمین سره مخامخ شول او څو تنه یې مړه یا ټپیان شول. طالبانو دغه راز څو شپي مخکې د فیض اباد ولسوالۍ یواوسیدونکی له دولت سره د همکارۍ په تور وواژه او سر یې ترې غوڅ کړ. دغه طالبان د ورځي پر مهال نه معلومیږي، تر ډېره د شپې له خوا فعالیت کوي. دوی د قرقین، مینګه جیک او شورتپې له سیمو چې ترکمن میشتي دي، دلته راځي."

همدې موضوع ته په کتو د جوزجان والي محمد عالم ساعي وایي،چې" اورپکي په هغه کچه چې په تېر کې یې واکمني درلوده اوس یې نه لري."

"د سرپل والي عبدالجبار حقبین هم له جوزجان ، فاریاب اوغور څخه د اورپکو د ورتلو خبره مني، خو دی زیاتوي چې د دغه ډول ورانکارو فعالیتونو د مخنیوي لپاره یې د سیمه ییزو پولیسو شمېر ډیر کړی دی. د ده په خبره له دې سره تر پخوا وضعیت ښه شوی دی."

ښاغلی ساعي وایې ډېر وسله وال له سرپل او فاریاب ولایتونو څخه د ورانکاریو لپاره ورځي.

"موږ د سرپل تر پولو پوري یو بل ته ډېرې نژدې پوستې جوړې کړې او په سرپل کې مو هم د همدې ډول کار غوښتنه وکړه، چې هلته هم نوي والي تر راتلو وروسته، په خپلو سیمو کې پوستې جوړې کړې دي. دلته د دښمن تګ راتګ له مواصلاتي لاروکیږي. د سرپل او شبرغان لاره یوه ورځ هم د جوزجان اړوندو سیمو له لوري نه دي بندې شوې. سرپل او شبرغان ګډې لارې لري، خو پولي یې معلومي دي."

د سرپل والي عبدالجبار حقبین هم له جوزجان ، فاریاب اوغور څخه د اورپکو د ورتلو خبره مني، خو دی زیاتوي چې د دغه ډول ورانکارو فعالیتونو د مخنیوي لپاره یې د سیمه ییزو پولیسو شمېر ډیر کړی دی. د ده په خبره له دې سره تر پخوا وضعیت ښه شوی دی.

د ولس اندېښنه

بل خوا د فاریاب اوسیدونکي هم له ورته ستونزو شکایت کوي. هغوی وایې وسله وال کسان په ډله ییزه توګه له موټر سایکلونو سره راځي اوامنیت ګډوډوي. د اندخوی یو اوسیدونکی چاري محمد وایې. "موږ په خپله ولسوالۍ او ان په ولایت کې سم امنیت نه لرو. طالبان د فاریاب په بېلا بېلو سیمو کې حضور لري او خلک ځوروي ، وژني یې او مال یې په زوره وړي. دوی ان د اختر په ورځو کې د جوماتونو له ملایانو د قرباني څارویو پوستکي په زوره واخېستل. د اندخوی په لرې پرتو سیمو کې ډېر داسې شواهد شته، چې لسهاوو موټر سایکل سپرو په ازاده توګه خپل ورانکاره فعالیتونو تر سره کړي دي."

په شمالي ولایتونو کې وروستیو نا امنیو ته په کتو په تېره بیا په فاریاب ولایت کې له پرله پسې وژنو وروسته خلک اندېښمن دي، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته، چې اکثر جګړیز بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي د نا امنییو د ډېریدو احتمال هم شاید ډېرشي.

په همدې حال کې د فاریاب چارواکي وايي، چې د اورپکو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره یې په بېلا بېلو سیمو کې نوي تکتیکونه پیل کړي، چې تراوسه په هیڅ ولایت کې نه دي عملي شوي.

د پولیسو چارواکي وایې د همدې نويو تکتیکونو په پلي کېدو سره د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې څو تنه مخالفین وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .