د افغانۍ ارزښت نژدې ۸ سلنه لوېدلی

د خپريدو وخت: 17:49 گرینویچ - سه شنبه 13 نومبر 2012 - 23 لړم 1391
افغانۍ

د افغانستان بانک ډاډ ښيې، چې داسې لارې چارې یې په پام کې نیولي، چې د افغانیو د ارزښت د لا راښکته کېدو مخه ونیسي.

د پلازمینې کابل په شهزاده بازار کې، چې په افغانستان کې د پيسو د ادلون بدلون تر ټولو لوی مرکز ګڼل کېږي، یو امریکايي ډالر په ۵۶ افغانیو پلور کېده.

له دې داسې په ډاګه کېږي، چې په تېرو دوو اونیو کې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت نژدې اته سلنه لوېدلی دی.

د افغانیو د ارزښت را لوېدو د افغانستان بانک چارواکي اړ کړل، چې د دغه کار لاملونه په یوه خبري کنفرانس کې هم رسنیو او هم ځینې صرافانو ته روښانه کړي.

د افغانستان بانک مشر، نورالله دلاوري په خبري غونډه کې له افغانستانه بهر ته د اسعارو قاچاق او په نړۍ کې د پيسو ستونزې د افغانیو د ارزښت د رالویدو اصلي لاملونه وښوول.

ښاغلي دلاوري وویل "تر کومه ځایه چې مونږ ګورو د اسعارو د نرخونو د لوړېدلو لاملونه بهرني دي. لومړی دا چې په نړۍ کې د پیسو او بانکونو وضعیت ثابت نه دی، دا چې زمونږ اقتصاد د نړۍ د اقتصاد یوه برخه ده نو خپل اغیز لري. په ځانګړي ډول هغه بندیزونو چې زموږ په حوزه کې په ګاونډیو هېوادونو لګول شوي هم خپل اغیز لري او یوه اندازه پیسې له هېواده د قاچاق په ډول بهر ته وړل کېږي.

ښاغلي دلاوري له صرافانو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان بانک سره نژدې همکاري وکړي.

په همدې حال کې د مرکزي بانک مرستیال خان افضل هډه وال خبر داری ورکړ چې له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي، چې د خپلو شخي ګټو لپاره غواړي د افغانیو ارزښت را وغورځوي.

"نژدې د اوو میلیارده امريکايي ډالرو ذخیره لرو او پر مټ یې کولای شو په بازار کې د افغانیو ثبات وساتو"

افغانستان بانک

د افغانستان بانک چارواکي وايي، نژدې د اوو میلیارده امريکايي ډالرو ذخیره لري او پر مټ یې کولای شی په بازار کې د افغانیو ثبات وساتي.

اقتصادي وده

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د پیسو نړیوال صندوق تازه ارزونه خپره کړې.

د پیسو نړیوال صندوق مسوولین وايي، سږکال به د افغانستان د ناخالصو کورنیو تولیداتو وده تر هغې شمېرې ډېره پورته وي، چې دوی یې پخوا اټکل کړی و.

دغې ادارې په خپله یوه تازه ارزونه کې ویلي، سږکال د افغانستان کرنې پراخه وده کړې، چې له امله به یې د دغه هېواد ناخالص کورني تولېدات ۱۱ سلنه وده وکړي.

دغه اداره د افغانستان بانک کړنې هم مثبتې ارزوي. دغه اداره وايي، د افغانستان بانک په هېواد کې د بانکوالۍ د ودې لپاره داسې تګلارې جوړې کړې، چې په عملي کېدو به یې دغه سکتورلا هم وده وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .