کابل د ارزگان د ځايي قومندان شجاعي د نيولو امر ورکړ

د خپريدو وخت: 18:34 گرینویچ - سه شنبه 13 نومبر 2012 - 23 لړم 1391

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ ژمنه وکړه چې حکیم شجاعي به ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپاري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ارزګان ولایت خلکو ته ډاډ ورکړى چې د خلکو پر وژنې تورن سيمه ييز قومندان حکیم شجاعي به نيسي .

د ښاغلي شجاعي قضيه څلور مياشتي دمخه هغه مهال پورته شوه چې سيمه ييزو خلکو ادعا وکړه چې د طالبانو له لوري د شجاعي د يوه وسله وال کس د وژل کېدو په ټس کې قومندان شجاعي د خاص ارزگان ١٦ کليوال ووژل.

له پيښې وروسته ښاغلى شجاعي زنداني شو خو ويل کېږي چې د يوه لوړ پوړي افغان حکومتي چارواکي په مرسته له زندانه بېرته خوشي شو.

د خلکو پر وژنې او د خلکو د کورونو پر ورانولو سربيره پر ښاغلي شجاعي دا تورهم پوري شوى چې پر اوو ميرمنو يې جنسي تېرى کړى دى.

خو ښاغلى شجاعي دا ټول تورنه ردوي

یو شمېر ارزګانیانو د خپلو وژل شویو خواخوږو د قاتل د نیولو لپاره د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو کمیسیون ته ورغلي دي.


دغه ارزګانیان ادعا لري، چې سیمه ییز قوماندان حکیم شجاعي له ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسې، ۱۲۱ تنه وژلي، پر اوو ښځو يې جنسي تېری کړی، ۱۵۰ کورونه يې زیانمن کړي او سلګونه کورنۍ يې د کورونو پرېښودو ته اړې کړي دي.


ارزګانیان له امنیتي چارواکو غواړي چې دغه سیمه ییز قوماندان ژر تر ژره ونیسي.

"دغه ارزګانیان ادعا لري، چې سیمه ییز قوماندان حکیم شجاعي له ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسې، ۱۲۱ تنه وژلي، پر اوو ښځو يې جنسي تېری کړی"


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو په کمیسیون کې ژمنه وکړه چې حکیم شجاعي به ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپاري.

شجاعي د پولیسو نه افسر دی، نه عسکر دی او نه د پولیسو له خوا ورته معاش ورکول کېږي. او په څرګنده وایم چې دا یو غیر مسوله کس دی چې دغه ناخوالې یې رامنځ ته کړي. ما یې د نیولو امر ورکړی دی. دی که په هر چا پورې اړه لري که خارجي او که داخلي وي او که چاروکي وي، زه به تاسې ته د کورنیو چارو وزارت په توګه دا ډاډ درکوم چې زه د دې پروا نه لرم چې څوک چا پسې ولاړ دی، که په هر ځای کې وي زه به دى نيسم.

د ارزګان ولایت د خاص ارزګان لسوالۍ اوسېدونکي وايي، له دریو کلونو راهيسې يې د حکیم شجاعي د ظلمونو له امله خپل شکایتونه حکومت ته وړاندې کړي، خو د دوی په وینا تراوسه یې چا غږ نه دی اوریدلی.

د ارزگان ځينو اوسېدونکو چارواکو ته شکايت لارۀ : “که دومره بې کفایته او بې طاقته یاست چې یو نفر نه شئ نیولی نو سبا که دا خارجیان وځي بیا به يې څنګه نیسئ.”

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي دغه سیمه ییز قوماندان په هېڅ امنیتي ادارې پورې نه دى تړلى. خو ښاغلی شجاعي بیا ځان سیمه ییز پولیس بولي او وايي چې د ۱۵۰ سرتېرو په ګډون يې معاشونه د دولت له خوا ورکول کیږي. نوموړی وايي، په سیمه کې يې هېڅ ډول زور زیاتی نه دی کړی او یوازې پر طالبانو یې بریدونه کړي دي.

قومندان شجاعي وايي: “د دولت له پروګرام سره سم موږ معاشونه ترلاسه کوو. هغه مهال چې جګړه شوې، کېدی شي طالبان وژل شوي وي، ولسي وګړي مې نه دې وژلي، خو که د پلار زوی مې هم طالب وي، نو نه یې پرېږدم. که اړتیا وي، نو په خپله د ځان د دفاع لپاره کابل ته ځم.”

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .