د ټرانسپورټ وزارت عاید زیاتونکی مامور نیول شوی

د خپريدو وخت: 11:18 گرینویچ - چارشنبه 14 نومبر 2012 - 24 لړم 1391

د ولسي جرگې د شکايتونواوريدو کميسون مشر وويل چې دا کوچنۍ خبره نه ده چې څوک هېواد ته کار کوي هغه دې په نا حقه ونيول شي.

د ولسي جرگې د شکايتونو کمېسیون ويلي، د افغانستان لويې څارنوالۍ د ترانسپورت وزارت يو کارکونکی داسې مهال د فساد په تور نيولی و. چې ۱۰ کلونه وروسته يې د کابل د ارغندۍ څلور لارې عوايد په يوۀ کال کې له ۱۹ لکو نه ۹۲ لکو افغانيو ته پورته کړي و.

دولسي جرگې د کمېسیون غړي وايي حیرانونکې داده چې د ياد شوي مدير تر نيولو وروسته عوايد د پخوا په څېر خپلې ټيټې کچې ته پريوتل.

جرگگۍ يو شمېر څارنوالان د دغې قضيې په تړاو د ملي شورا ودانۍ ته بللي وو. هغوى ويل چې دا کس يې د گاډو له چلوونکو سره د شویو مرکو پر بنسټ او د يو شمېر نورو ارزونو په رڼا کې نيولى و. خو د کمېسیون غړو استدلال کاوۀ چې د وزيرانو شورا د مصوبې له مخه څارنوال د داسې څار اجازه نه لري.

د افغانستان د ولسي جرگې د شکايتونو اورېدو کمېسیون مشر عبيد الله بارکزى و ايي، چې د ۱۰ کلونو لپاره د کابل ښار په لويديځ کې د ارغندۍ څلورلارې عوايد کله هم ۲۰ لکو افغانيو ته نه وو رسيدلي.

"د افغانستان د ولسي جرگې د شکايتونو اورېدو کمېسیون مشر عبيد الله بارکزى و ايي، چې د ۱۰ کلونو لپاره د کابل ښار په لويديځ کې د ارغندۍ څلورلارې عوايد کله هم ۲۰ لکو افغانيو ته نه وو رسيدلي."

خو په وينايي د دغه مدير په راتلو سره دغه عوايد په يوه مخ په کال کې ۹۲ لکو افغانيو ته پورته شول، ښاغلي بارکزي وويل حیرانونکې ده چې د دغه چارواکي تر نيولو وروسته عوايد بېرته زړې کچې ته پريوتل. ياد شوی چارواکی د ۲۸ ورځو لپاره داسې بندي و، چې ماشومان او کورنۍ يې هم ترې خبر نه وو. خو اوس پرېښودل شوى دى.

جرگگۍ ته له بلل شويو څارنوالانو څخه له درنو جرمونو سره د مبارزې د لومړۍ ډلې مشر سمونوال عبد الناصر حسين خيل وويل، چې دا کس يې له يو شمېر گاډو چلوونکو سره د مرکو او يو شمېر نورو ارزونو پر بنسټ نيولى و.

خو د جرگگۍ غړو ورسره ونه منله او ويې ويل چې څارنوالي د څارونکو بنسټونو له راپور او د تورن د اړوند وزير له خبرولو پرته ددغه کس د نيولو حق نه درلود.

د ولسي جرگې د شکايتونو اورېدو کمېسیون مشر وويل چې دا کوچنۍ خبره نه ده چې څوک هېواد ته کار کوي هغه دې په نا حقه ونيول شي، هغه وويل چې راروانه يکشنبه به يو شمېر قانون پوهان او څارنوال وروبولي او دا به جوته کړي چې اصل پړ څوک دى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .