له امریکا سره د کابل د امنیتي تړون اوږده لار

د خپريدو وخت: 09:31 گرینویچ - پنجشنبه 15 نومبر 2012 - 25 لړم 1391
د امریکا او افغانستان بیرغونه

وړاندې افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو تړون لاسلیک کړ.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قانوني مېشتېدا پر سر خبرې نن (پنجشنبه/ نومبر ۱۵مه) د کابل او واشنګټن ترمنځ پيلېږي.

افغانستان او امریکا وړاندې د همکاریو یو ستراتیژيک تړون لاسلیک کړ، خو دوه اړخیزه امنیتي تړون ددواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون پر سر ګڼې پوښتنې راپورته کوي.

افغانستان او امریکا دواړه له دغه امنیتي تړون څخه ځینې هیلې لري.

د افغانستان لپاره ددغه تړون اهمیت په دې کې دي، چې امریکا به افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي کوي، پوځیانو ته به تجهیزات ورکوي او روزي به یې، او په ټوله کې به ددغه هېواد د راتلونکي په اړه ځان ډاډمنوي.

خو په افغانستان کې دا وېره شته، چې په اوسني وضعیت کې امریکا د عراق په څېر له افغانستان څخه په وتلو کې ده، شاید افغانستان د نورو هېوادونو په لومه کې راګیر او یا کورنۍ جګړې بیا په کې پيل شي.

خو په افغانستان کې د امریکا پاتې کېدل هم د خپلو سیمه ییزو اهدافو لپاره دي.

همدا ده نن د افغان او امریکايي دپلوماتانو ترمنځ د امنیتي تړون پر سر خبرې پیلېدونکې دي.

"پاکستان هم په افغانستان کې امریکايي حضور په کابل کې د پاکستان پلوي حکومت په جوړېدا کې یو خنډ بولي."

د افغانستان حکومت د خبرو په لړ کې هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې د امریکايانو ماموریت تر ۲۰۱۴ وروسته ډاګیزه شي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه ټول جنګېدونکي بهرني پوځيان ووځي.

له واشنګټن سره د کابل د ستراتیژيک تړون تر لاسلیکېدا مخکې، افغانستان له امریکا غوښتي وو، چې د پوځي اډو شمېر، د پوځيانو شمېر او د عملیاتو څرنګوالی په ډاګه کړي.

یوه بله مساله په افغانستان کې د جنګېدونکو امریکايي پوځيانو د قضايي مصونیت په اړه ده.

د هغو امریکايي پوځیانو په اړه، چې افغانستان کې یې ولسي وګړي وژلي، افغانان یې پخپله خاوره کې د محاکمې غوښتنه کوي.

دا مساله هغه مهال ډېره توده شوه، کله چې یوه امریکايي پوځي (رابرټ بیلز) د کندهار پنجوايي کې ۱۶ ولسي وګړي ووژل، خو مجرم امریکایی له افغانستانه وایستل شو.

د څارونکو په وینا، چین او روسیه هم د کابل – واشنګټن ترمنځ کېدونکي امنیتي تړون ته د شک په سترګه ګوري.

څارونکي په دې اند دي، چې د امنیتي تړون پر سر پرېکړه شاید د افغانستان پر ځینو ګاونډیانو، په تېره بیا ایران او پاکستان سمه ونه لګېږي او خپله ناخوښي وښيي.

ایران لا له وړاندې په افغانستان کې د امریکایانو له اوږدمهاله پاتې کېدو سره مخالفت ښودلی و.

د څارونکو په وینا، چین او روسیه هم د کابل – واشنګټن ترمنځ کېدونکي امنیتي تړون ته د شک په سترګه ګوري.

ایران په افغانستان کې د امریکایانو شتون د خپل ځان لپاره یو جدي ګواښ بولي.

پاکستان هم په افغانستان کې امریکايي حضور په کابل کې د پاکستان پلوي حکومت په جوړېدا کې یو خنډ بولي.

بل خوا، روسیه وايي چې د اسیا په زړه کې امریکايي اډې په مرکزي اسیا کې د روسیې د ګټو خلاف دي.

همدا ده چې ددغه تړون په مخ کې مخالفتونو د درې ګوټیزه (مثلث) بڼه غوره کړې ده.

دغه درې واړه هېوادونه (ایران، پاکستان او روسیه) په افغانستان کې خپل د پام وړ نفوذ لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .