افغانستان د وینې راټولولو کمپاین پیل کړی

د خپريدو وخت: 10:42 گرینویچ - پنجشنبه 15 نومبر 2012 - 25 لړم 1391
ثریا دلیل

اغلې دلیل دارنګه وویل، دوی بریالي شوي چې د کمپاین له لارې د وینې په مرکزونو کې د وینې د راټولولو کچه د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه لوړه کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د محرم الحرم د میاشتې په ویاړ د وینې د راټلونې په موخه د ځانګړي یوې میاشتني کمپاین لپاره د نړیوال روغتیايي سازمان او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د وینې د راټولونې لپاره د دریو ګاډو (موټرو) مرسته وکړه.

د وینې د راټولونې لپاره دغه ځانګړي موټر، په پرمختللو وسایلو سمبال دي او د معاینې، د وینې د اخیستو مېزونه، ایرکندېشن، د مخابرې وسایل، د حرارت د درجې د معلومولو لپاره ترمامتر او نور ټول هغه وسایل چې د وینې د راټولونې لپاره کارول کیږي په دغو موټرو شامل دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل خبري غونډه کې له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه، چې په خپله خوښه وینه ورکړي او دغه کار په ټولنه کې یو دودو وګرځوي:

''محرم الحرام په درشل کې د عامې روغتیا وزارت په مرکز او ولایتونو کې له ټولو هېوادوالو په خپله خوښه د وینې د ورکولو غوښتنه کوي. له دغه آدرس نه خپل هېوادوال په خپله خوښه د وینې ورکولو ته رابولو. په دې سره به دغه لړۍ په اسلامي او مدني کلتور بدله شي.''

اغلې دلیل دارنګه وویل، دوی بریالي شوي چې د کمپاین له لارې د وینې په مرکزونو کې د وینې د راټولولو کچه د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه لوړه کړي.

نوموړې زیاتوي، هغه روغ رمټ کسان، چې له ۱۸ تر ۶۵ کلونو عمر لري او د وینې د ورکونې په شرایطو برابر وي، کولی شي په هرو څلورو میاشتو کې یو ځل وینه ورکړي.

راټوله شوې وینه د عامې روغتیا وزارت د مرکز او ولایتونو د وینې په مرکزونو کې ساتل کیږي او دغه وینه ټپیانو، د وینې د ناروغانو په ګډونو نورو ناروغانو ته ورکول کیږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .