کونړ کې درې تښتول شوي سرتېري وژل شوي

د خپريدو وخت: 12:40 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391

په کونړ کې د هغو سيمو د امنيت هڅې ګړندۍ شوي چې بهرنې سرتېري ترې راوځي او يا د راوتو په حال کې دي.

په کونړ کې هغه درې افغان سرتېري وژل شوي چې څو ورځې وړاندې وسله والو بېولي وو.

دغه درې سره سرتېري نژدې يوه اوونۍ وړاندې په غازي اباد کې وسله والو د سپرلۍ له موټره راښکته کړي وو.

ددوه سوه يو سيلاب قول اردو وياند نعمان عاطفي وايي ددريم کنډک ددغه سرتېرو د خلاصون لپاره يې له ټولو ممکنه لارو کار واخيست، خو بريالي نه شو.

دى وايي سرتېرو د ځان خونديتوب له پامه غورځولى و.

ډګروال عاطفي وايي له دې وروسته به سرتېري د رخصتيو پر وخت په خوندي ډول بېول کېږي.

که څه هم وسله والو طالبانو د نيول شوو افغان سرتېرو د وژلو په تړاو څه نه دي ويلي، خو څو شپې وړاندې يې د نيولو مسوليت منلى و.

شپږ ورځې وړاندې چې د غازي اباد په څونک کې دغه سرتېري له موټره ښکته کېدل، له وسله والو طالبانو سره نورو افغان پوځيانو چې د پېښې ځاى ته نژدى وو، جګړه کړې وه چې په ترڅ کې يې د چارواکو په وينا څلور وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي وو.

په اسداباد کې د حکومتي او امنيتي مشرانو تر څنګ قومي خلک نن په دې موخه رابلل شوي وو چې له امنيتي ځواکونو سره د ټيکاو په راوستو کې مرسته وکړي.

په همدې غونډه کې د ناړۍ ولسوالۍ يو قومي مشر محمد ايوب وويل چې که حکومت د غازي اباد ولسوالۍ امنيت ته پام ونه کړي، نو لاس دې ترې ووينځي.

چارواکي وايي نه يوازې دغازي اباد، د کونړ د نورو هغو لويو لارو د امنيت لپاره يې د افغان پوځيانو ګڼ سرتېري ځاى پر ځاى کړي چې وخت ناوخت په کې دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي.

په کونړ کې د هغو سيمو د امنيت هڅې ګړندۍ شوي چې بهرنې سرتېري ترې راوځي او يا د راوتو په حال کې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .