د فرانسوي پوځيانو د قاتل د مرګ سزا تایید شوه

د خپريدو وخت: 12:24 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

پر فرانسوي سرتیرو د ښاغلي صبور له برید وروسته د فرانسي نوي ولسمشر فرانسس هولاینډ له ټاکلې نېټې مخکې له افغنستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستلو اعلان وکړ.

په کابل کې یوې پوځي محکمې د فرانسوي سرتیرو پر افغان قاتل عبدالصبور د مرګ د سزا پرېکړه تایید کړه.

یو شمېر افغان پوځي قاضیانو پخوانی افغان سرتیری عبدالصبور د کابل په څرخي پله زندان کې د یوې ځانګړې محکمې په ترځ په دویم وارې هم پر مرګ محکوم کړ.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې پوځي ابتدايي محکمې عبدالصبور ته د څلورو فرانسوي سرتېرو د وژلو او ۱۹ نورو د ژوبلولو په تور، د مرګ سزا اورولې وه، خو کورنۍ یې هغه مهال د محکمې پرېکړه و نه منله او دویمې یانې مرافعې محکمې ته یې احتجاج وکړ.

له شاوخوا درې میاشتني ځنډ وروسته، د شنبې په ورځ(۱۷-۱۱-۲۰۱۲) دویمې محکمې هم د ابتدايي هغې پرېکړه پر ځای او ښاغلي صبور ته یې دمرګ سزا پر خپل حال پرېښودله.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي بي بي سي ته وویل، محکمې د ښاغلي صبور د مدافع وکیل په وړاندې خپله پرېکړه اعلان کړې ده، خو زیاته یې کړه چې قضیه یې په محکمه ده او که کورنۍ یې غوښتي وي، دغه قضیه وروستۍ محکمې ته هم لېږدول کېدی شي:

''مرافعې محکمې هم عبدالصبور ته د مرګ سزا واوروله، خو د هغه قضیه لا هم په محکمه ده او ښايي وروستۍ او دریمې محکمې ته هم راجع شي''.

ښاغلي عظیمي و نه ویل چې دریمه محکمه به یې کله او چېرته وي، په همدې حال کې د عبدالصبور کورنۍ د محکمې پرېکړې بې ځایه بولي او له افغان حکومته غواړي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.

د ښاغلي صبور ورور محمد اصف بي بي سي ته وویل، ورور یې په رواني رنځ اخته دی او باید هغه ته د مرګ سزا ورنه کړل شي:

''موږ وړاندې بي بي سي او نورو رسنیو ته د خپل ورور د رواني رنځ نسخي او اسناد ښودلي دي، د هغه دماغي توازن برابر نه دی، ټولو ته معلومه ده، هغه قصدآ فرانسوي سرتیري نه دي وژلي، هغه مریض و، موږ له افغان حکومت څخه غواړو چې پر هغه د مرګ د سزا پرېکړه بېرته واخلي او پر ځای دې یې هغه ته د اوږده بند سزا ورکړي.''

ښاغلي اصف وايي ورور یې له تېرو څو کلونو راهېسې له دماغي رنځه کړیږي، او ده په خپله یو وارې په زنځېرو تړلی له پاکستان نه کابل ته را وستی دی.

عبدالصبور د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په میاشت کې د کاپېسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د پوځي روزنې پر مهال پر خپلو فرانسوي همکارانو ډزې وکړې، څلور تنه یې ځای پر ځای ووژل او ۱۹ نور یې ژوبل کړل.

ښاغلي اصف وویل د ورور د محکمې پر ورځ یې کورنۍ ته خبر نه و ورکړل شوی او محکمې د بندو دروازو تر شا پرېکړې کړې ده.

عبدالصبور د روان ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په ۲۰مه په کاپيسا کې څلور فرانسوي سرتیري ووژل او ۱۹ نور یې ژوبل کړل چې یو یې بیا وروسته په فرانسه کې د ور اووښتو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د جولای په ۱۶مه د کابل د څرخي پله په زندان کې یوې نظامي محکمې هغه ته د مرګ سزا واوروله، خو اوس یې کورنۍ د محکمې دغه پریکړه نه مني.

پر فرانسوي سرتیرو د ښاغلي صبور له برید وروسته د فرانسي نوي ولسمشر فرانسس هولاینډ له ټاکلې نېټې مخکې له افغنستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستلو اعلان وکړ، ټاکل شوې چې دغه هېواد د روان کال تر پایه له افغانستان خپل شاوخوا ۲ زره سرتیري وباسي او څه باندې زر نور به پرېږدي چې د افغان سرتیرو په روزولو کې مرسته وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .