د بار وړونکو ګاډو د تللو سیسټم بدلېږي

د خپريدو وخت: 06:12 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

نجیب الله اوژن وويل چې دوى دغه د وسمهالو تلو سيستم بدلوي.

په ولسي جرگې کې د مخابراتو او مواصلاتو جرگگۍ د افغانستان د ټولگټو چارو يانې فوايد عامي وزير د يو لړ ټرانسپورتي ستونزو په اړه د پوښتنو ځوابولو لپاره وربللى و.

د ټولگټو چارو له وزير نجيب الله اوژن نه دا پوښتنه هم وشوه،چې ولې، په لاريو او گاډو کې له ټاکل شوې کچې ډير بار بارول کېږي؟

د جرگگۍ غړو ويل چې گواکې دغه چاره له يوه پلوه فساد ته لاره هواروي او بله غاړه، سړکونه زيانمنېږي.

ښاغلي اوژن وويل چې دوى دغه د وسمهالو تلو سيستم له یوه سره بدلوي، نوموړی وايي د داسې تلو پر لگولو کارکوي چې سرحدي استازي او کابل دواړه به يې د څار توان ولري.

د نوموړي په خبره" د دروند بار په اړه بايد ووايم، زه په صراحت سره وايم چې هلته ټاکلې ښکيلتياوې، وې او لا هم شته، خو د هغو د مخنيوي لپاره موږ د برېښنا ایيز سیسټم وړانديز کړى دى او د هغه لپاره مو بوديجه هم اخستې، دا يو عادي سیسټم نه دى چې نن يې راوليږدوم، دا به يو داسې سیسټم وي، چې دروند بار پر تله ودريږي، کامره به يې مرکز ته هم رالېږدوي، همداراز داسې دروازې به لگول کېږي چې تر کچې ډېر بارلرونکي گاډي ته به خپله نه پرانیسیتل کېږي."

د فوايد عامې او ترانسپورت وزارت چارواکو وويل چې گواکې څو ځله يې له ډېر بار لرونکو گاډو سره قانوني چلند کړى،خو منله يې چې ستونزه اوس هم پر خپل ځاى ده.

چارواکي وايي چې يو خو د تلوپه برخه کې درغلي کېږي، بله داده چې وايي له پولې گاډى راروان شي پر لاره باندې ددغې چارې لپاره څارونکي پوليس نه شته.

فوايد عامې وزارت وايي چې د گاډو د بار د کچې او نورو اړتياو په اړه یې يوه قانوني کړنلاره جوړه کړې او اوس يې د تصويب لپاره وزيرانو شوراته استولې ده.

افغان چارواکي وايي په تېره لسيزه کې چې کوم سړکونه جوړ شوي وو اوس يې اکثر بېرته زيانمن شوي يا ويجاړ شوي دي. چې د بې کچه درنو لاريو او گاډو لېږد يې يو بنسټيز لامل بلل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .