پر ۲۵۰ افغان بندیانو د اعدام حکمونه شوي

د خپريدو وخت: 12:42 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391

په تېرو ۱۱ کالو کې پر ۲۸ بندیانو د اعدام حکمونه عملي شوي، خو لاهمه نژدې ۲۵۰ داسې بندیان شته، چې برخلیک یې نامالوم دی.

د افغانستان په زندانانو کې نژدې ۲۵۰ داسې زندانیان پراته دي، چې درې واړو محکمو پرې د اعدام حکمونه کړي او لا هم د ولسمشر کرزي وروستۍ پرېکړې ته له کلونو کلونو راهیسې په تمه دي.

په تېرو یولسو کلنو کې پر ۲۸ زندانیانو د اعدام حکمونه پلي شوي خو لاهم نژدې ۲۵۰ داسې زندانیان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي، چې درې واړو محکمو پرې د اعدام حکمونه کړي، خو کلونه کېږي چې برخلیک یې لا هم نامالومه دی.

د افغانستان د قوانینو له مخې، د اعدام په حکم کې د درې واړو محکمو له پرېکړو وروسته د اعدام وروستۍ پرېکړه ولسمشر کوي او د قانون له مخې د عدام حکم پر زندان هم اړولی شي.

خو کلونه کیږي، چې دغه پر اعدام محکوم شوي زاندانیان لا هم بې برخلیکه دي.

د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو وايي، پر اعدام محکوم شوي ټول زندانیان له ترهګرۍ او جنايي پیښو سره پر تړلو موضوعاتو په مرګ محکوم شوي دي:

''ټول جنايي موضوعات دي. په افغانستان کې اصلاً هېڅ سیاسي بندیان نه لرو. یا ترهګر دي، يا په مخدره توکو کې نیول شوی دي او یا هم نور موضوعات دي.''

خو پوښتنه داده، چې ولسمشر حامد کرزی ولې د هغو زندانیانو په اړه ، چې درې واړو محکمو پرې د اعدام حکم کړی، وروستې پریکړه نه کوي؟ همدغه پوښتنه مې له ښاغلي الکو وپوښتله:

''ولسمشر د اعدام په قضیو کې له ډیرې مهربانۍ څخه کار اخلي. ژر پرېکړه نه کوي. تر هغې چې له اداره امور څخه لیستونه جوړیږي، لکه د محکمې په څېر یو بیل بحث پرې کېږي.''

"اعصاب مې بیخي له لاسه ورکړي، نږور خو مې بیخي همداسې پرته ده. هغه بله ورځ اوازه وه، چې هلکان مو را خوشې کیږي خو وروسته مو واوریدل چې نه را خوشې کیږي، نو ډب ډوب شو چې نګور مې را ولویده. چې د اعدام غږ واورم بیخي لېونۍ شم."

پر اعدام د یوه محکوم مور

یو شمېر خلک په دې باور دي، چې ولسمشر کرزی پر خپلو قضايي ارګانونو باور نه لري او له همدې امله د اعدام په څېر پېښو کې ژر پرېکړه نه کوي او له ډېر احتیاط نه کار اخلي.

خو دا چې دغه ډول انګیرنې څومره رښتیا دي، د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي یې ځواب وايي:

''کله چې ولسمشر ته دغه ډول لیست رارسېږي، نو له ډیر دقت څخه کار اخلي، چې خدای مه کړه داسې ونه شي، چې بې ګنا کسان د نا سمو راپورونو پر بنسټ اعدام ته راجع شوې وي. زه تر یوه حده له دې سره موافق یم، چې زموږ قضايي ارګانونو ستونزې لري ځکه ۳۰-۳۵ کاله جنګ په افغانستان کې تیر شوی دی''.

د افغانستان په اساسي قانون او نورو قوانینو کې هم داسې روښانه څه نه دي راغلي چې ولسمشر دې د اعدام په قضیو کې د سترې محکمې له پرېکړې وروسته په څومره موده کې د اعدام د عملي کېدو وروستۍ پرېکړه وکړي.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی:

''دافغانستان په قوانینو کې داسې موارد نشته، چې ولسمشر ته یې زماني قید ټاکلی وي، چې د ستر محکمې له پریکړې وروسته دې په څومره وخت کې د اعدام حکم توشیح کړي.''

پر اعدام د محکومو شوو زندانیانو د وروستۍ پریکړې ځنډېدو له رواني پلوه د هغوی پر کورنیو او خپله پر محکومو شوو زندانیانو هم اغېز کړی دی.

یوه مور

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې یوه مور، چې پر یوه زوی یې له تېرو نژدې دریو کلونو راهیسې د افغانستان درې واړو محکمو د اعدام حکم کړی وايي، د زوی د برخلیک نا څرګندتوب یې دومره زورولې، چې د هغې په وینا ان رواني ناروغي یې پیدا کړې ده:

''اعصاب مې بیخي له لاسه ورکړي، نږور خو مې بیخي همداسې پرته ده. هغه بله ورځ اوازه وه، چې هلکان مو را خوشې کیږي خو وروسته مو واوریدل چې نه را خوشې کیږي، نو ډب ډوب شو چې نګور مې را ولویده. چې د اعدام غږ واورم بیخي لېونۍ شم.''

خپله په مرګ محکوم شوي زندانیان هم د دوی په وینا په زندان کې له دې کړیږي چې له کلونو کلونو راهیسې بې برخلیکه په زندان کې پراته دي.

د افغانستان لوی څارنوال ښاغلی الکو هم مني، هغو کورنیو ته رواني ستونزې پیدا شوي، چې د ډیر وخت لپاره یې د کورنۍ غړي چې پر اعدام محکوم شوي وي او په زندان کې ساتل کیږي.

د څرخي پله هغه زندانیان، چې له څو کلونو راهېسې پر اعدام محکوم شوي او لاهم هلته ساتل کیږي، وايي، هره شېبه دمرګ انتظار باسي او له همدې امله ورته ګڼې رواني ستونزې پیدا شوې دي.

دوی له ولسمشر کرزي غواړي، چې دمرګ او ژوند وروستی برخلیک یې مالوم کړي.

د افغانستان لوی څارنوال ښاغلی الکو هم مني، هغو کورنیو ته رواني ستونزې پیدا شوي، چې د ډیر وخت لپاره یې د کورنۍ غړي چې پر اعدام محکوم شوي وي او په زندان کې ساتل کیږي.

خو تر اوسه روښانه نه ده، چې ددغو پر مرګ محکوم شوو زندانیانو وروستۍ برخلیک به کله مالومیږي او ولسمشر به یې اړه څه ډول پریکړه کوي. د امریکا په ګډون د نړۍ په شمېر نورو هېوادونو کې هم د اعدام پر حکم نیوکې کیږي.

د دې تر څنګ په افغانستان کې داسې پيښې هم شوې، چې پر یوه زنداني د درې واړو محکومو د ا عدام تر وروستۍ پریکړې وروسته بیا هم سپین ختلی او ښایي یو لامل همدا هم وي، چې ولسمشر کرزی په مرګ د محکومو شوو کسانو په قضیو کې له احتیاط نه کار اخلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .