فرانسه افغانستان کې جګړه ییز ماموریت ختموي

د خپريدو وخت: 09:06 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391
فرانسوي سرتېري

یوازې په کاپیسا کې ۶۰ فرانسوي سرتېري وژل شوي.

فرانسې ویلي، چې له افغانستان څخه خپل ټول جنګېدونکي پوځيان وباسي.

اې ایف پي خبري اژانس د فرانسوي چارواکو له حواله ویلي، چې فرانسه به پر سې شنبې خپل وروستی جګړه یی ماموریت پایته ورسوي.

پاریس ویلي، چې له ستراتیژیک ولایت کاپیسا به خپل ټول پوځيان راوباسي.

فرانسې دا هم ویلي، چې راتلونکې میاشت به خپل ټول جنګېدونکي پوځيان له افغانستانه وباسي.

نژدې ۱۵۰۰ فرانسوي پوځيان به تر ۲۰۱۳ کال پورې د افغان پوځيانو د روزنې او تجهیزاتو چمتو کولو لپاره افغانستان کې پاتې شي.

فرانسې د ناټو ایتلاف په چوکاټ کې په ۲۰۰۱ کال کې خپل پوځيان افغانستان ته واستول.

خو تر ۱۱ کلنې جګړې وروسته، اوس داسې وېره ده چې ګني د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي او یا دا چې د طالبانو جګړې او نفوذ به ډېر شي.

د اې ایف پي خبري اژانس خبریال وايي، له کاپیسا ولایته ۴۰۰ فرانسوي پوځيان نجراب ته د وتلو په حال کې دي.

"فرانسه وايي، چې په میدان ورګو کې به یې نژدې ۵۰۰ پوځي روزونکي پاتې کېږي."

فرانسه د ناټو په چوکاټ تر امریکا، برتانیا، جرمني او ایټالیا وروسته هغه پنځم هېواد دی چې په افغانستان کې ډېر پوځيان لري.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د فرانسې ۸۸ پوځيان وژل شوي دي.

په کاپیسا کې فرانسوي پوځيان په ۲۰۰۸ کې مېشت شول او هلته یې له طالبانو سره خونړي جنګونه وکړل.

یوازې په کاپیسا کې ۶۰ فرانسوي سرتېري وژل شوي.

جنرال اولیور د باویچووي

په افغانستان کې د فرانسوي سرتېرو قومندان جنرال اولیور د باویچووي وايي: "فکر نه کوم چې اورپکي دې دغه سیمه ونیسي."

فرانسوي او افغان قومندانان په دې اند دي، چې کاپیسا اوس ارامه شوې ده.

په افغانستان کې د فرانسوي سرتېرو قومندان جنرال اولیور د باویچووي وايي: "فکر نه کوم چې اورپکي دې دغه سیمه ونیسي."

د کاپیسا له شپږو ولسوالیو دوې یې د دولت مخالفو کسانو په لاس کې دي.

په کاپیسا کې د فرانسوي پوځيانو یو بل قومندان جنرال ارید هاتکلوګ رایڅ وايي، چې اوس د کاپیسا امنیت ۴۷۰۰ افغان پولیسو ته سپارل کېږي، چې د ۲۵۰ امریکايي پوځيانو ملاتړ به ورسره وي.

پاریس وروسته تر هغه چې د تېر ۲۰۱۱ او روان ۲۰۱۲ کلونو په اوږدو کیې پر پوځيانو مرګوني بریدونه وشول، له افغانستانه د خپلو سرتېرو پر ایستلو بیړه وکړه.

مخکني فرانسوي ولسمشر نیکولا ساغکوزي ویلي وو، چې په ۲۰۱۳ کال کې به افغانستان کې د فرانسوي سرتېرو جنګي ماموریت پای ته ورسېږي.

خو د هغه ځایناسي فرانسو اولاند بیا ویلي وو چې دا مهال وېش به ۲۰۱۲ ته رامخته شي.

فرانسه وايي، چې په میدان ورګو کې به یې نژدې ۵۰۰ پوځي روزونکي پاتې کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .