"ان ولسوالان د مځکې په غضبولو کې ښکېل دي"

د خپريدو وخت: 18:33 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391

د ځمکو لاندې کول د گڼ شمېر خلکو او حکومت لپاره يوه لويه ستونزه ده.

د افغانستان د چارو ادارو ويلي، د ولسمشر حامد کرزي د ۴۵ فرمان له ورکولو وروسته يې يوازې په شپږو ولايتونو کې ۳۱۰ زره،جريبه غصب شوې ځمکه په نښه کړې ده چې په وينا يې څه باندې ۳۵۰۰ تورنو کسانو لاندې کړې ده.

د چارو ادارې او وزيرانو شورا د دارالانشا مرستيال نجيب الله امين بي بي سي ته ويلي، په ځمک نيونکو کې يو شمېر ولسوالان، قامي مشران او پخواني امنيتي مشران هم راځي.

د افغانستان چارو اداره وايي، د ولسمشر له ۴۵ گڼې فرمان وروسته نژدې څلور مياشتې تېرې دي، خو وايي بيا هم په دې برخه کې پام وړ پرمختگونه شوي دي.

نوموړي وويل اوس مهال يې د "کابل، ننگرهار، بلخ او کندهار ولايتونو په گډون شپږو ولايتونو کې د ځمکې د لاندې کونکو يو نوملړ چمتو کړى دى چې له مخې يې په دغو ولايتونو کې ۳۱۰ زره جريبه غصب شوې ځمکه په نښه شوې ده".

د چارو ادارې او وزيرانو شورا د دارالانشا مرستيال نجيب الله امين بي بي سي ته وويل، په دې نيونه کې ۳۵۳۹ تورن کسان ښکېل دي.

نوموړي وويل د دويم گام اخیستو په موخه به دا نوملړ ډېر ژر افغان کابينې ته وړاندې شي.

ښاغلي امين وويل، د يادې شوې ځمکې په لاندې کولو کې سر بېره پر عامو وگړو يو شمېر ولسوالان، قامي مشران او پخواني امنيتي چارواکي هم شامل دي.

چارو اداره وايي، په لاندې کړل شوې ځمکه کې حکومتي او شخصي دواړه ډوله ځمکې شاملې دي.

د اړوندو چارواکو په وينا ځينې ځمکې بې سنده لاندې شوي او د يو شمېر نورو لپاره جعلي قبالې جوړې شوې دي.

د ځمکو لاندې کول د گڼ شمېر خلکو او حکومت لپاره يوه لويه ستونزه ده، خو که له يوه پلوه د لاندې شويو ځمکو د گرځولو خبرې کېږي، بله غاړه يو شمېر راپورنه وايي چې اوس مهال نوې ځمکې هم نيول کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .