افغان حکومت شپږ تنه نور اعدام کړل

د خپريدو وخت: 20:52 گرینویچ - چارشنبه 21 نومبر 2012 - 01 لیندۍ 1391

که څه هم له هغه يوه ورځ وروسته چې په افغانستان کې په جنسي تېریو، وژنو او تښتونو محکوم شوي اته کسان په دار وځړول شول د بشري حقونو نړېوال سازمان او اروپايي ټولنې له افغان ولسمشر نه د اعدامونو بندلو غوښتنه وکړه خو افغانستان د چارشنبې په ورځ (د نومبر ۲۱مه) شېږ تنه نور هم اعدام کړل.

دغه شپږ کسان په داسې حال کې اعدامېږي، چې ولسمشر حامد کرزي د سې شنبې په ورځ ( نومبر ۲۰ مه) د ١٦ تنو د اعدام حکم لاسليک کړ.

له دې ډلې اته کسه سې شبنه (د نومبر ۲۰مه) د څرخي پله په زندان کې اعدام شول.

د بشري حقونو نړېوال سازمان او اروپايي ټولنه وايي د افغان حکومت ملاتړي او بسپنه ورکوونکي هېوادونه بايد د افغان حکومت د اعدامونو د نوې لړۍ له پيلولو سره خپل مخالفت وښيي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان او اروپايي ټولنه پر داسې مهال د اعدامونو په تړاو خپله اندېښنه په ډاکه کوي چې په مرګ محکوم شوي شاوخوا ۲۵۰ نور کسان به د ولسمشر کرزي له لاسليک وروسته اعدامېږي.

"ویل کېږي ولسمشرحامد کرزى د اعدام حکم پلي کولو پلوی نه دى، خو دا د خلکو غوښتنه ده چې بايد هغوکسانو ته سخته سزا ورکړي چې پر ښځو او ماشومانو تېری کوي.."

افغان چارواکي وايي ولسمشر کرزی د اعدامونو په قضیو کې له ډېر احتیاط نه کار اخلي او ښايي یو لامل یې دا وي، چې ولسمشر پر خپلو قضايي ارګانونو ډېر باور نه لري.

د سرچينې په وينا، تازه اعدام شوو کسانو په کابل، فارياب او غزني ولايتونو کې په ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.

په اعدام شويو کسان کې د فارياب ولايت اوسېدونکى ملا رمضان، چې د يوه جامع جومات خطيب او سرښوونکى يې وژلي وو؛ د غزني ولايت اوسېدونکي عبدالعلي او محمدعارف هم شامل وو چې د يوناما دوه کارکوونکي يې وژلي وو.

دغه راز محمد حيدر، متوکل او عزيز احمد هغه کسان وو، چې تېر کال يې د کابل د نوي ښار په انصاري څلورلارې او ګلفروشۍ کوڅه کې بريد کې پنځه وګړي وژلي او درې نور يې ټپيان کړي وو.

د سرچينې په وينا، تازه اعدام شوو کسانو په کابل، فارياب او غزني ولايتونو کې په ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.

د بشري حقونو د څار سازمان ويلي، د افغانستان د قضايي سيسټم کمزورتيا او په محکمو کې ترسره کېدونکې تېروتنې، چې له نړيوال معياري قضايي سيسټم سره برابر هم نه دى، دوى اندېښمن کړي دي.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې “اعدام شويو کې ځینې کسان د دوی دي او دوی جنايي نه، بلکې جنګي اسيران وو او د جنګي اسيرانو اعدامول د ټولو بشرپالو قوانينو خلاف عمل دى”.

دغه راز وسلوالو طالبانو له ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او نړيوال سره صليب ادارې پر افغان حکومت د فشار غوښتنه کړې چې د طالب بنديانو د اعدامولو لړۍ ودروي.

ویل کېږي ولسمشرحامد کرزى د اعدام حکم پلي کولو پلوی نه دى، خو دا د خلکو غوښتنه ده چې بايد هغوکسانو ته سخته سزا ورکړي چې پر ښځو او ماشومانو تېری کوي، د يرغمل نيونې او وژنو عملونه تر سره کوي.

ډېر کله د افغانستان پر عدلي او قضايي سيستم او امنيتي اورگانونو نيوکه کېږي چې گواکې له سزا پرته دغه ډول مجرمين پريږدي.

بل لور د اعدام په څېر سختو سزاوو ورکړې ته له دې کبله هم د شک په سترگه کتل کېږي چې لا هم د افغانستان عدلي او قضايي سيستم کمزورى بلل کېږي او داسې ادعاوې هم شته چې فساد په کې ډېر پراخ دى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .