کابل ښار کې د تشنابونو دنشتوالي ستونزه

د خپريدو وخت: 12:23 گرینویچ - چارشنبه 21 نومبر 2012 - 01 لیندۍ 1391

راتلونکي کال کې ۱۰ نور تنشنابونو هم په کابل ښار کې جوړیږي خو له دې تشنابونو څخه د ګتې اخېستلو د فرهنګ په برخه کې هم باید کار وشي. نثار احمد حبیبي

د نومبر ۲۰ مه د تشناب د ورځې په نوم بلل کیږي. د رپوټونو له مخې د تشناب د نشتوالي ستونزه ده چې په نړۍ کې کابو دوه ملیارده خلک ورسره مخامخ دي. افغانستان هم له دغې ستونزې څخه خلاص نه دی. په همدې اړه د یوه راپور جوړولو لپاره د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې وګرځېدم.

د شهر نو په پارک کې مې یوازې د څو شیبو په اوږدو کې شپږ کسان ولیدل، چې دېوال ته یې مخ کړی او خپل حاجت رفع کوي. دا هم په داسې یوه ځای کې چې یوازې څو متره وړاندې ترې یو تشناب موجود دی.

په دوی کې مې له یوه پوښتنه وکړه څله دلته؟

یوازې څو ګامه وړاندې خو دلته یو تشناب هم شته!

راته موسک شو او ویې ویل، چې ځه بابا بیه یې معلومه نه ده!

له تشناب څخه د هر ځل ګټې اخېستو په بدل کې اووه افغانۍ اخلي. باید دوه درې افغانۍ یې اخېستی. یو کس چې د ورځې۲۰۰ افغانۍ وګټي، که د ورځې څلور- پنځه ځل تشناب ته لاړ شي، باید ۳۰-۴۰ افغانۍ په دې کار ولګوي.

د ښار په مرکز کې بیا تر دې هم بد حالت دی. د کابل له وچ سیند څخه په ورځني ډول زرګونه کسان د یوه ټولیز تشناب په څېر ګټه اخلي. دوی په یوه خوارۍ د سیند له دېوال څخه کوزېږي، څلورو خواوو ته ګوري او بیا د خپل حاجت په رفع کولو پیل کوي.

د منځني عمر یو سړی، چې د حاجت له رفع کولو وروسته له سینده راپورته شو، پوښتنه مې ترې وکړه، چې ولې دلته؟

په کراره یې راته وویل، عمومي تشنابونه نشته، که وای، نو په دومره خوارۍ به لاندې سیند ته نه کوزېدم!

ورته و مې ویېل چې له دغه ځایه خو څو متره لرې یو عمومي تشناب شته، ولې هلته نه ځې. ده راته بې درنګه ځواب راکړ. هو هغه دی، خو هلته نه ځم، هغه پاک نه دی.

د مسوولینو غبرګون

د پل خشتي په سیمه کې هم یو ټولیز تشناب جوړ شوی دی. په دې کې د نارینه وو او ښځینه وو لپاره بېلې بېلې برخې جوړې شوې دي.

د احمد ضیا په نامه یو پولیس زموږ تر څنګ ولاړ و او زموږ خبرې یې اورېدې. سر یې وښوراوه او ویې ویل، چې خلکو ته هر څو ووایو، هېڅ ګټه نه لري، رسنۍ هم په دې برخه کې لټي کوي او دغې موضوع ته پوره پام نه کوي، که څوک دغسې یو کار کوي باید نور یې مخه ونیسي، دغه فرهنګ باید لومړی له خپلو کورنیو څخه راپیل کړو، بیا کوڅه، ګاونډ او وروسته نور ښار.

د کابل د لومړۍ ناحیې اړوند د پل خشتي په سیمه کې هم یو ټولیز تشناب جوړ شوی دی. په دې کې د نارینه و او ښځینه و لپاره بېلې بېلې برخې جوړې شوې دي.

تشناب ته د تلو په خاطر باید سړی په لین کې ودریږي ځکه مراجعه کونکي ډېر دي. د دغه تشناب پاکوالی هم ښه دی او کارکونکي یې په ښه توګه پاک ساتي.

"د احمد ضیا په نامه یو پولیس زموږ تر څنګ ولاړ و او زموږ خبرې یې اورېدې. سر یې وښوراوه او ویې ویل، چې خلکو ته هر څو ووایو، هېڅ ګټه نه لري، رسنۍ هم دغې موضوع ته پوره پام نه کوي، که څوک دغسې یو کار کوي باید نور یې مخه ونیسي."

د دغه عمومی تشناب یو مسوول وایي" هره ورځ له درې تر درې نیم زره کسانو تشناب ته راځي."

کابل ښاروالي له دې تشنابونو څخه د ګټې اخېستو لپاره پنځه افغانی ټکټ ټاکلی. تشناب کاغذ او اوبه هم د یوې افغانۍ په بدل کې تر لاسه کېږي.

راشد چې کابو ۱۰ دقیقې په لین کې ولاړ وايی" د عمومي تشنابونو شمېر لږ دی او ځېنې هم په لین کې د دریدلو حوصله نه لري."

کابل ښاروالي مسوولین وايي دغه ښار له شپږ میلیونو ډېر نفوس لري او اوسمهال د نړی یو ګڼ میشته ښار دی. په دې ښار کې د تشنابونو جوړول او سمبالول د کابل ښاروالي د تنظیف ریاست کار دی. د دې ادارې مشر نثار احمد حبیبی غوري وايي "په تېرو څو کلونو کې له ۷۰ ډېر ښځینه او نارینه تشنابونه جوړ شوي دي. کابل ښاروالي د هرې سیمې نفوسو ته په کتو سره تشنابونه جوړوي."

ښاغلی حبیبی وايي" راتلونکي کال کې ۱۰ نور تنشنابونو هم په کابل ښار کې جوړیږي خو له دې تشنابونو څخه د ګتې اخېستلو د فرهنګ په برخه کې هم باید کار وشي".

د کابل ښاروالي چارواکي وايي دغه ښار په نړی کې له هیڅ پلازمېنې سره نه پرتله کیږي او په دې ښار کې د ښاري ژوند دودول ډېر وخت ته اړتیا لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .