غزني کې له ژمي مخکې د روغتیايي اسانتیاوو غوښتنه

د خپريدو وخت: 12:32 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

دغزني د عامي روغتيا د رياست مشره ضياګل اسفندي هم مني، چې په ځينو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه د ناامنيو له کبله تړل شوي دي.

د غزني د لېرې پرتو سيمو اوسېدونکي وايي، که چارواکي د دوی د سيمو کلنيکونو ته د واورې تر اورېدو مخکې دارو درمل ونه رسوي، د ژمي پر مهال به ستونزمنه وي چې خلک له روغتيايي اسانتياوو څخه برخمن شي.

دغزني د ناور، ګيرو، اجرستان ، مالستان او ناوې ولسواليو اوسېدونکي او استازې په يوه خوله له دولتي اړوندو ادارو غواړي چې په سيمو کې یې د روغتيايي کلينیکونو لپاره د روغتيايي کارکوونکو او وسايلو سمبالولو ته توجه وکړي.

دوی وايي اوس اوس دګيرو او اجرستان ولسواليو روغتيايي کلينيکونه غير فعال دي اويا هم پوره درارو درمل نه لري.

د غزني د ولايتي شورا يو شمېرغړي هم د دغه ولايت په یو شمېر سيمو کې د ناسمو روغتيايي خدمتونو له امله شکايت کوي.

دوی وايي اوس چې لارې نه دي تړل شوې، بايد روغتيايي چارواکي په لېرې پرتو ولسواليو کې د خلکو دغه ستونزه هواره کړي.

"د غزني د ولايتي شورا يو شمېرغړي هم د دغه ولايت په یو شمېر سيمو کې د ناسمو روغتيايي خدمتونو له امله شکايت کوي."

بل لور ته دغزني د عامي روغتيا د رياست مشره ضياګل اسفندي هم مني، چې په ځينو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه د ناامنيو له کبله تړل شوي دي. خوهغه وايي د نورو ولسواليو فعالو روغتيايي مرکزونو ته يي چې د ژمي پر مهال يي لارې تړل کېږي، دارو درمل رسولي دي.

په غزني کې له شخصي روغتونونو اوکلينيکونو پرته نور نژدې ۹۰ روغتيايي مرکزونه شته، چې چارواکي يي د ښو خدمتونو دوړاندې کېدو خبره کوي.

خو یو شمېرکارپوهان بيا په دې باور دي چې د ناروغانو د شمېر زياتوالي ته په کتو سره بايد د دې مرکزونو د پرسونل پشپړیدو او د ظرفيت لوړوالي ته پام وشي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .