روسیه په ناامنیو کې د ایساف وتل 'ناسم ګام' بولي

د خپريدو وخت: 11:31 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

ښاغلي اوېتیسیان ویلي، چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره تر ټولو غوره لار د افغانانو تر منځ ملي پخلاینه ده.

په افغانستان کې د روسیې سفیر اندري اوېتیسیان له بي بي سي سره په دغه مرکه کې د افغانستان امنیتي وضعې په اړه خواشیني وښوده.

ده وویل، چې د افغانستان د نورو سیمو په څېر اوس د دغه هېواد شمالي برخې هم ناامنه شوې دي. دده په وینا په دغه هېواد کې دغه روان امنیتي حالت د روسیې لپاره اندېښمنوونکی دی.

''له بده مرغه زه دا نه شم ویېلای، چې د افغانستان وضعیت او په تېره امنیتي حالت په ښه کېدو دی. د بېلګې په توګه څو کاله پخوا د افغانستان شمالي ولایتونه تر ډېره خوندي او ټیکاو لرونکي وو. خو اوس هلته د دغه هېواد د نورو برخو په څېر جګړه ده.

هره ورځ موږ دلته له ترهګریزو بریدونو، چاودنو، بمي بریدونو او ځانمرګو بریدونوخبرېږو. دا هغه څه دي، چې موږ نه پرېږدي ووایو چې وضعیت په ښه کېدو دی. دا هغه څه دي، چې روسیه یې ډېره اندېښمنه کړې ده.''

ښاغلي اوېتیسیان همدراز وویل، چې که د ۲۰۱۴ کال تر پایه د افغانستان په امنیتي وضعې کې سمون را نه شي، نو دا به پر ځای نه وي، چې نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف له دغه هېواده ووځي. نوموړي وویل، چې ایساف په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره د جګړې دنده پر غاړه اخېستې وه او په خبره یې دوی باید خپله دغه دنده پر ځای کړي:

ناسم ګام

"روسیې څو ورځې وړاندې په کابل کې د خپل یوه پخواني کلتوري مرکز د بیا رغونې کار پیل کړ. د شنونکو په باور دغه هېواد له ۲۰۱۴ کاله وروسته د افغانستان په چارو کې خپل رول پراخول غواړي."

''ایساف دا ماموریت پر غاړه اخېستی، چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر وړاندې جنګېږي. که دوی خپله دنده پوره کړي او د دوی ماموریت تر ۲۰۱۴ کاله پورې بریالی شي، نو بیا به تر هغې ټیکاو راغلی وي او د دوی وتل به ډېر بدلون را نه ولي. خو که تر هغې د دوی ماموریت بریالی نه شي، نو زه باوري نه یم، چې د دوی وتل به یو پر وخت ګام وي. ''

د روسیې د سفیر په باور په افغانستان کې د سولې د راوستلو تر ټولو غوره لار په دغه هېواد کې ملي پخلاینه کول دي. ده وویل، چې په افغانستان کې باید د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره سیاسي حل لارې ولټول شي او له ټولو ښکېلو غاړو سره د سولې لپاره خبرې وشي.

د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي هوکړه لیک په اړه ښاغلي اوېتیسیان وویل، چې که دا کار د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره وي، دوی ورسره مخالفت نه کوي. ده وویل، چې روسیه پخپله د افغانستان د امنیتي ځواکونو د سمبالښت او روزنې په برخه کې مرستې کوي او د دغو مرستو لا پراخولو ته هم چمتو ده.

د ۲۰۱۴ تر پایه له افغانستانه ټول جنګېدونکي بهرني ځواکونه وځي.

''موږ په دې اړه خبرو ته چمتو یو. موږ لا له وړاندې په دې برخه کې مرسته کوو. موږ په ځانګړي ډول د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته په وړیا ډول یو شمېر وسلې او مهمات ورکوو. که دغه نوملړ پراخ شي او نور شیان، چې افغان پوځ ورته اړتیا لري، پکې شامل شي، موږ چمتو یو چې په دې اړه له افغان دولت سره وغږېږو.''

ښاغلي اوېتیسیان دا هم وویل، چې روسیه د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه تل د دغه هېواد په څنګ کې ده او هر اړخیزې مرستې ورسره کوي. ده همدراز هیله وښوده، چې افغانستان به بهرنیو دایمي پوځي اډو ته په خپله خاوره کې ځای ور نه کړی، ځکه چې د ده په وینا دغه کار به د رویسیې په ګډون د افغانستان نور ګاونډیان هم نارامه کړي.

روسیې څو ورځې وړاندې په کابل کې د خپل یوه پخواني کلتوري مرکز د بیا رغونې کار پیل کړ. د شنونکو په باور دغه هېواد له ۲۰۱۴ کاله وروسته د افغانستان په چارو کې خپل رول پراخول غواړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .