ملي پیوستون پروګرام: کلیوالي شورا ګانې یو ځای کېږي

د خپريدو وخت: 07:02 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

د کليو پرمختيا وزارت له نژدې۱۰کلونو راهيسې د ملي پيوستون پروژه پيل کړې ده.

د کليو پرمختيا وزارت له نژدې۱۰کلونو راهيسې د ملي پيوستون پروژه پيل کړې ده، چې افغان حکومت يې د بيارغاونې په برخه کې تر ټولو ستره پروژه بولي او خلک هم وايي د مرستو په خروار کې چې کوم موټې ور رسي، تر ډېره له همدې لارې ور رسيږي.

خو هغو کليوالو شوراگانو چې د دغې پروژې له مخه ورسره مرستې کېدى، تل سر ټکاوۀ چې دغه مرستې گواکې په پرتليز ډول د بنسټيزو پروژو لپاره بسنه نه کوي.

"د سيمې د وگړو د ډېروالي او د شورا د گڼ والي له انډول سره هرې شورا سره له پنځو زرو ډالرو واخله تر۶۰ زرو ډالرو پورې وړيا مرسته کېږي."

ویس احمد برمک

اوس ياد شوي وزارت دغې د کلونو نيوکې ته د ځواب موندلو لپاره هوډ کړی، چې شوراگانې گډو پروژو ته وهڅوي. د کليو د پرمختيا وزير ويس احمد برمک د افغانستان مشرانو جرگې ته وويل چې د ملي پيوستون په دويم پړاو کې د بيلو اړخونو له خوا د شوراگانو د يوځاى کولو غوښتنه شوې ده.

" که يوه، دوې، درې، پنځه او تر ډيره کچه ۱۰ شوراگانې سره يو ځاى شي او خپلې بوديجې شريکې کړي او په پايله کې يې ښې او بنسټيزې شوراگانې پلي کړي دا به ښه خبره وي، پر دې اړه د خلکو اندونه او د ملي شورا وړانديزونه هم موږ ته رارسيدلي وو، ټولو دا غوښتنه کړې وه ، چې که گڼې شوراگانې خپلې مرستې شريکې کړې نو اغېز به يې ډېر وي."

ښاغلي برمک وويل د سيمې د وگړو د ډېروالي او د شورا د گڼ والي له انډول سره هرې شورا سره له پنځو زرو ډالرو واخله تر۶۰ زرو ډالرو پورې وړيا مرسته کوي.

د کليو پرمختیا وزارت وايي چې دوى اوس مهال تر پنځو زرو ډېرې داسې کليوالي شوراگانې لري، چې د ملي پيوستون د لومړي پړاو په څېر به په دغه دويم پړاو کې ورسره مرسته وشي. خو وايي د زرگونو نورو شوراگانو د رامنځ ته کولو هوډ هم لري.

ياد شوى وزارت وايي چې د ملي پيوستون په لومړي پړاو کې يې ټولو ۳۴ ولايتونو ته دغه لړۍ غځولې ده. خو وايي ۲۳ ولسوالۍ دا سې هم شته چې د ځينو لاملونو او په ځانگړي ډول د نا امنۍ له کبله د دغې پروژې لمن تر اوسه نه ده ورغځول شوې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .