له ښځو سره زور زیاتی: له یوې پېغلې سر غوڅ شوی

د خپريدو وخت: 06:51 گرینویچ - پنجشنبه 29 نومبر 2012 - 09 لیندۍ 1391

دا په افغانستان کې پر ښځو، چې د حقونو په اړه يې زياتې اندېښنې شته، وروستی بريد دى چې کېږي.

پولیسو د افغانستان په شمال کې له يوې نجلۍ نه د سرغوڅولو په تور دوه تنه نيولي دي.

دغه نجلۍ چې نژدې ١٤ کاله عمر يې درلود، د دوشنبې په ورځ په کندوز کې وژل شوې وه.

په يوه رپورټ کې راغلي، چې په دغه نجلۍ چې له څا نه يې کورته اوبه وړې، د لارې په اوږدو کې برید شوی.

د دې نجلۍ پلار په دا وروستیوکې د دې په اړه يوه مرکه ځواب کړې وه.

دا په افغانستان کې پر ښځو، چې د حقونو په اړه يې زياتې اندېښنې شته، وروستی بريد دى چې کېږي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت تېره اونۍ په افغانستان کې له ښځو سره د زور زیاتي د ۳۵۰۰ پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ.

د افغانستان د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر په دې اړه وویل، چې د زورزیاتي دغه پېښې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په بېلا بېلو ولايتونو کې د دغه وزارت په دفترونو کې ثبت شوې دي.

د مېرمن غضنفر په خبره که څه هم د تېر کال په پرتله له ښځو سره د زورزياتي پېښې نه دي زياتې شوې، خو سږنۍ پېښې زړه بوږنوونکې دي.

مېرمن غضنفر وویل " له موږ سره هماغه ۳۵۰۰ پېښې ثبت دي چې تېر کال ثبت وې، خو سږ کال موږ متوجه شو چې پېښې ډېرې جدي دي.

موږ سږ کال ډېرې زړه بوږنوونکې پېښې ثبت کړې، چې په تېرو کلونو کې يې شمېر لږ وو.

موږ له ښځو سره له هر ډول زور زیاتي نه اندېښمن يو، که هغه لفظي وي او په لاره يوې نجلۍ ته ويل کېږي او که هغه د زده کړو په مرکزونو او دفترونو کې وي او يا هم کورنی تاوتريخوالی وي چې له امله يې یوه ښځه په لفظي ډول، د وهلو ډبولو او نورو رواني فشارونو له امله رټل کېږي."

"موږ سږ کال ډېرې زړه بوږنوونکې پېښې ثبت کړې، چې په تېرو کلونو کې يې شمېر لږ وو."

حسن بانو غضنفر

وروسته له هغه، چې په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې په بې رحمانه ډول یو شمېر ښځې د خپلو کورنیو د غړو او یا هم د ناپېژاندو کسانو له خوا ووژل شوې، د بشري حقونو او د ښځو مدافع ټولنو اندېښنې راپورته کړې.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، په تېرو نژدې اوو میاشتو کې یې د ښځو د سرغوڅولو، له مېندو سره د هغوی د اولادونو د یو ځای وژل کېدو او په دار ځړولو نژدې ۷۰ پېښې ثبت کړې دي.

که څه هم د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ښځو پر وړاندې زورزیاتی له پخوا هم و، خو ویل کېږي چې ورستی زور زیاتی د خپل ډول تر ټولو سخت دی.

د حکومت او نورو بشري حقونو ټولنو له ټولو هڅو سره سره لاهم روښانه نه ده چې په افغانستان کې به د ښځو پرو ړاندې روان تاوتریخوالی کله پای ته ورسېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .