ارزګان ولایت کې ماین چاودنې ۱۰ ملکي وګړي ووژل

د خپريدو وخت: 10:24 گرینویچ - پنجشنبه 29 نومبر 2012 - 09 لیندۍ 1391

د ارزګان ولایت د والي ویاند بي بي سي ته وویل، چې پېښه هاغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملکي کسانو د سپرلۍ موټر په یوه ماین وخوت، چې په سړک کې نصب شوی و.

د افغانستان په جنوبي ارزګان ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دغه پېښه نن غرمه د (نومبر۲۹ )د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه.

په یاد ولایت کې ځايي چارواکي وايي په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د ارزګان ولایت د والي ویاند بي بي سي ته وویل، چې پېښه هاغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملکي کسانو د سپرلۍ موټر په یوه ماین وخوت، چې په سړک کې نصب شوی و.

د نوموړي په خبره دغه کسان له سعودي عربستان څخه د راغلي یوه حاجي د هرکلي لپاره د هغه د کور پر لور روان وو، چې د سپرلۍ ټونس ډوله موټر یې په سړک کې په خښ شوي ماین وخوت.

د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت وايي دغه کار وسله والو طالبانو کړی، خو دم ګړۍ چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د دغه ډول چاودنو وروستۍ پېښه څو ورځې مخکې د افغانستان په لوېديځ فراه ولایت کې وشوه. په هغه پېښه کې پر یوه سړک د خښ شوي ماین له کبله لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي وو.

وژل شوي کسان د واده د ورا کسان وو، چې اکثر یې ښځې او ماشومان وو.

د ورا دغه کسان په یوه مسافر وړونکي ګاډي کې سپاره وو، او د زوم او ناوې د ګاډي تر شا روان وو.

له هغه مخکې، یو ماشوم او یوه مور د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره یوځای په ختيځ خوست ولایت کې د ورته پېښې له کبله ووژل شول. ملګرو ملتونو څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې زرګونه ولسي افغانان د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .