'۲۰۰ افغان حاجیان له سعودي راستانه نه شول'

د خپريدو وخت: 11:42 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391

د حج او اوقافو وزارت مرستيال داعي الحق عابد دا هم ويلي دي چې ١٧ تنه افغانان د حج اداکولو پر مهال د جيبونو وهلو او يو شمير نورو تورونو پر بنسټ د سعودي د پوليسو له خوا نيول شوي هم دي.

له سعودي عربستانه و افغانستان ته د افغان حاجيانو د ليږد بهير تيره شپه بشپړ شو.

د افغانستان حج او اوقاف وزارت وايي چې سږکال نژدې ديرش زره افغانان د حج د فريضې د ادکولو په موخه ليږديديلي وو،چې په وينا يې له دې ټولگې څخه نژدې دوه سوه کسان بيرته راستانه نه شول، او په سعودي عربستان کې پټ شول،ډيرى پاتې شوي حاجيان د افغانستان د شمالي ولايتونو استوگن په گوته شوي دي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستيال داعي الحق عابد بي بي سي ته وويل،چې په افغانستان کې شته بې وزلي او بې کاري ددې چارې بنسټيز لامل گرځي چې هر کال دې سلگونه افغان حاجيان له بيرته راستنيدو مخ واړوي.او په سعودي عربستان کې دې پټ شي.

تير کال هم نژدې پنځه سوه افغانان د حج تر اداکولو وروسته په سعودي کې پټ شوي او بيرته نه وو راستانه شوي.

نا امني، بې وزلي، بې روزگاري، وچکالي او يو شمير نور لاملونه شته چې ويل کيږي،له کبله يې گڼ شمير افغانانو ان له تيرو دريو لسيزو راهيسې هيواد پرېښې او په بيلو هيوادونو کې استوگن کيدو ته اړوتي دي.

ملگرو ملتونو خو ترې ويلي چې افغان کډوال د نړۍ پر کچه تر ټولو ډير کډوال دي.

د ځينو شميرو له مخه وسمهال تر څلورو ميلونو ډير افغانان يوازې په دوو هيوادونو پاکستان او ايران کې ميشت دي، چې ډېرى يې ددغو هيوادونو له پرلپسې فشارونو سره سره بياهم خپل هيواد ته نه راستنيږي.

بله غاړه وسمهال هم گڼ افغانان د ستونزو او ان مرگ گواښ مني او په ناقانونه لارو لوېديځو او نورو هيوادونو ته د سفر موزې په پښو کوي، چې ډېر ځله خپل منزل ته نه رسېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .