افغانستان ته د سرو زرو قاچاق ډېر شوی

د خپريدو وخت: 12:46 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391

د قاچاقي زرو کره شمیره نه ده معلومه خو زرګران وایي په بازارونو کې تر اویا سلنې پوري قاچاقي

سره زر په ټوله نړۍ کې خوښوونکي لري، خو په افغانستان کې ددغه قیمتي فلز کارونه ورځ تر بلې ډېرېږي.

په تېره بیا که یو څوک د سرو زرو کارولو ته لېواله هم ونه اوسي، خو د ودونو د مراسمو په نژدې کېدو سره به ډېر لږ کسان وي چې زرګریو ته سر ورښکاره نه کړي.

یوازې دا نه، ان تر واده وروسته هم د سرو زرو ګوتمۍ، غاړګۍ او یا بنګړي یوه ښه ډالۍ ده.

همایون سروري د کابل یو اوسېدونکی دی او د زرګرۍ یوه مارکیټ ته راغلی.

هغه وایي خپلې مېرمني ته د ډالۍ د اخیستو په نیت راوتلی او زیاتوي چې پرېکړه یې کړې چې دا ډالۍ باید د سرو زرو وي.

هغه وایي چې ولې باید دا ډالۍ د زرو وي:

''دا مې له دې کبله انتخاب کړی چې د سرو زرو بیه ورځ تر بلې ډیریږي، نو له همدې کبله هم د کور لپاره سرمایه ده او هم کېدای شي وساتل شي ځکه خپل ارزښت او بیه له لاسه نه ورکوي.''

د زرګرو پانګه

د افغانستان په مارکیټونو کې د سرو زرو بیې کال په کال او ان ورځ تر بلې ډېرېږي چې زرګران یې لامل په نړۍ کې د سرو زرو د بیو لوړوالی یادوي.

ډېری ګمان کوي چې زرګران یوه ډېره لویه پانګه په لاس کې لري، خو که له خپله زرګرانو پوښتنه وکړې نو خبره داسې نه ده.

لکه چې دغه سوداګر وایي، همدا ستونزه ددې لامل شوې چې ډیری سوداګر له قانوني لارو مخ وګرځوي او خپل د اړتیا وړتوکي په قاچاقي توګه افغانستان ته راوړي.

خو حکومت وایي د سرو زرو کاروباریانو ته یې داسي اسانتیاوې برابرې کړې، چې زر له قانوني لارو هېواد ته راوړي.

د مالیې وزارت ویاند وحید الله توحیدي وایي:

"هر کال شاوخوا یو ټن سره زر له عربي هېوادونو، ایران، روسیې او پاکستان څخه له رسمي لارو افغانستان ته راوړل کېږي. "

''د ګمرکي تعرفو په برخه کې دا سمه ده چې مخکې البته پر عوایدو د مالیاتو پرته تر شپاړس او اتلس سلنې پورې مالیه اخیستل کېده چې همدې پخپله د سرو زرو راوړونکو او پلورونکو ته د قاچاق زمینه برابروله. د دغې اړتیا په پام کې نیولو سره دغه سلنه له اتلسو څخه یوې ته راټیټه شوې ده. دا ددې لپاره چې باید سره زره له قانوني لارو افغانستان ته راوړل شي. یو فیصد پخپله ګمرکي تعرفې دي او درې فیصده نور د سکوکو یا نورو موضوعاتو له مخې اخیستل کېږي چې ټول ټال دا سلنه څلورو ته رسېږي او له دې څلور سلنې څخه هم دوه فیصده یې په لومړي سر کې او دوه فیصده یې تر پلورلو وروسته ترې اخیستل کېږي.''

هر کال شاوخوا یو ټن سره زر له عربي هېوادونو، ایران، روسیې او پاکستان څخه له رسمي لارو افغانستان ته راوړل کېږي.

د قاچاقي زرو کره شمېره نه ده معلومه خو زرګران وایي په بازارونو کې تر اویا سلنې پورې قاچاقي زر خرڅېږي.

چارواکي دا هم مني چې پولې خلاصي دي او قاچاق کوونکي په خلاص لاس په دې کار بوخت دي.

افغانان سربېره پر دې چې له دې ګران بیه فلز څخه د ښکلا او زینت لپاره کار اخلي، تر هغه مهمه کارونه یې بیا دا ده چې هغو ته د کورني بانک نوم ورکوي؛ ځکه کولی شي د اړتیا په وخت کې یې وپلوري او خپلې پیسې بېرته تر لاسه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .